د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې زما د وژنې توطيه جوړه شوې وه: غني


اشرف غني وايي د سولې د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې حامد کرزی او عبدالله عبدالله يې پرمخ وړي.
اشرف غني وايي د سولې د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې حامد کرزی او عبدالله عبدالله يې پرمخ وړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي هغه اړ ايستل شو چې هېواد پرېږدي. نوموړي پرون ناوخته (د اګست پر ۱۸مه) له متحده عرب اماراتو څخه پر خپله فېسبوک پاڼه په خپور شوي ويډيويي پيغام کې ويلي چې اوس هم په مشورو بوخت دی چې د هېواد د يوشمېر پخوانيو مشرانو په څير له جلاوطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

غني د اګست پر ۱۵مه له هغه وروسته له افغانستانه ووت چې طالبانو د دې هېواد پر زياتره برخو کنټرول ترلاسه کړی وو او د کابل په وره کې ولاړ ول. خو ولسمشر غني پرون وويل، سره له دې چې طالبانو کابل ته د نه داخلېدو ژمنه کړې وه، ''دوی د ارګ د دروازو په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي ول او امنيتي ځواکونو د امنيت د ټينګښت توان له لاسه ورکړی و.''

نوموړي زياته کړه، له هغه څو دقیقې وروسته چې دی له کابله ووت، طالبان او ځینې نامعلوم کسان چې د ده په خبره د هېواد ژبې یې زده نه وې، ارګ ته لاړل او په لار کې هېڅ مقاومت ورسره و نه شو.

نوموړي په ۱۹۹۶ز کال کې په کابل کې د طالبانو لخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله وژل کېدو پېښې ته په اشارې وویل، ''پرېکړه یې دا وه چې هغه څه چې ۲۵ کاله مخکې په افغانستان کې پېښ شوي ول، تکرار شي. که پاتې واي، د افغانانو ولسمشر به یو ځل بیا د افغانانو د سترګو پر وړاندې په دار ځړول شوی وای.''

اشرف غني زياته کړه چې له هېواده د ده په تګ سره د وينې بهېدنې مخه ونيول شوه. نوموړي په خپل ويډيويي پيغام کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې له افغانستانه د وتلو پر وخت يې له ځان سره ډېرې پيسې وړي دي.

هغه په عين حال کې وويل چې د سولې د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې د ده په وینا حکومت پیل کړي ول او اوس یې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر مخ وړي. نوموړي زياته کړه چې دا پروسه بايد بريالۍ شي.

اشرف غني په پای کې وويل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ماته نه ده خوړلې بلکې د ده په وينا حکومت په سياست کې ماتې وخوړه.

''هم د طالبانو د رهبري سياسي ناکامي وه، هم د حکومت د رهبري سياسي ناکامي وه او هم زموږ د نړيوالو همکارانو سياسي ناکامي وه.'' د نوموړي په وينا دا ناکامي د سولې پروسه وه چې د جنګ په بهير بدله شوه.

ولسمشر غني له هغه څو ساعته وروسته ويډيويي پیغام خپور کړ چې پرون (د اګست پر ۱۸مه) د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې تایید کړه چې غني هلته دی.

دا په داسې حال کې وه چې د اګست له ۱۵مې راهیسې چې نوموړي هېواد پرېښی، په اړه یې معلومات نه ول. غني ته نېږدې سرچینو پر هغې ورځ ويلي ول چې نوموړی تاجکستان ته تللی خو دوشنبې د دې خبر تایید نه و کړی.

XS
SM
MD
LG