د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعیت علمای اسلام د هدفي وژنو پرضد خیبر پښتونخوا کې مظاهرې کوي


د مظاهرو اعلان د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان کړی وو - پخوانی انځور
د مظاهرو اعلان د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان کړی وو - پخوانی انځور

جمعیت علمای اسلام (ف) وايي، په قبايلي ضلعو کې د هدفي وژنو پرضد په ټوله خيبر پښتونخوا کې احتجاجي مظاهرې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د هغه ګوند ویاند عبدالجلیل جان وايي، د جولای ۲۴مې مظاهرې د صوبې په ټولو ضلعو کې کېږي.

ده د جولای ۲۴مې پر سهار مشال راډیو ته وویل، "دا احتجاج ځکه کوو چې په قبايلي ضلعو او په خاصه توګه په باجوړ او وزیرستانونو کې دجمعیت علمای اسلام عالمان په هدفي وژنو کې وژل کېږي."

د احتجاجونو اعلان د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۲۱مه په بنو کې د هدفي وژنو په اړه د شمالی وزیرستان د مشرانو په یوه جرګه کې د ګډون پر مهال کړی وو.

نوموړي د پاکستان پر ریاستي ادارو غږ کړی وو چې "یا دې په قبايلي ضلعو کې د هدفي بریدونو کوونکي معلوم کړي او یا دې په خپله ذمه واري ومني."

مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د شمالي وزيرستان د ميرلي په عيدک کې ځايي خلکو د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد د جولای له ۱۷مې راهیسې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

د پرلت ګډونوال له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.

دا پرلت تر هغې وروسته پیل شوی وو چې د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علما اسلام (ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان په یو هدفي برید کې ووژل شول. پرلتوال وايي چې د هغو وژنو په ګډون د "ټولو وژل شويو حساب" غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، حکومت او سیاسي ګوندونو دوی "یوازې" پرېښي دي او د روانو حملو مخه نه نیول کېږي.

خو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د جولای پر ۱۸مه په قبايلي سيمو کې د بې امنۍ او هدفي وژنو په اړه د بحث پر مهال اندېښنې ښوولي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د وسله والو مخه ونیسي.

په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۲۲ز د جولای تر ۲۱مې پورې ټول ۳۳ هدفي بريدونه شوي دي.

د مشال راډيو له غونډو کړیو شمېرو سره سم، په وژل شويو کې د بشري حقونو فعالانو، سیاستوالانو او قومي مشرانو په ګډون امنیتي سرتېري هم شامل دي.

خو د خېبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزی وايي چې پوځ او حکومت يې د امنیت ساتلو هلې ځلې کوي او د پخوا پرتله په قبايلي سيمو کې امنیت ښه شوی دی.

نوموړي د جولای پر ۲۰ مه مشال رېډيو ته ویلي ول چې پوځ په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د امنیت لپاره پروت دی.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان دولتي راډیو د جولای پر ۲۳مه د پوځ په حواله وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې په دوو جلا، جلا کارروایانو کې درې مشکوک وسله وال وژلي او درې یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG