د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي شمالي وزیرستان کې یې ۳ وسله وال وژلي او ۳ یې نیولي دي


په شمالي وزیرستان کې یو پوځي له پوستې سره نېږدې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې یو پوځي له پوستې سره نېږدې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د جلا، جلا عملیاتو پر مهال د درو مشکوکو وسله والو د وژنې او د درو نورو د نیولو دعوې کړې دي.

د پاکستان دولتي راډیو د جولای پر ۲۳مه د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د بیان په حواله ویلي دي چې ځواکونو د شنبې (خالي) پر ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل.

په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې عملیات د شمالي وزیرستان په کومو برخو کې شوي دي خو راډیو وايي، امنیتي سرتېرو د لومړیو عملیاتو پر مهال له وسله والو څخه "وسله او بارود" هم ترلاسه کړي دي.

د راډیو په خبره، په بله کارروایۍ کې د یوه "مهم قوماندان" په ګډون درې ژوبل وسله وال نیول شوي دي.

ای اېس پي ار وايي، په عملیاتو کې وژل شوي او ګرفتار وسله وال د حافظ ګل بهادر ډلې غړي ول. خو هغې وسله والې ډلې د پوځ د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

راډیو د پوځ په حواله زیاتوي چې هغو وسله والو پر امنیتي ځواکونو په بریدونو او "د پیسو په بدل کې د بېګناه ولسي وګړو" په وژلو کې لاس درلود.

پوځ دا دعوې پر داسې مهال کړې دي چې د جولای پر ۲۴مه جمعیت علمای اسلام (ف) په قبایلي سیمو کې د هدفي وژنو ضد د خیبر پښتونخوا په "ټولو ضلعو" کې احتجاجي مظاهرې کوي. په همدې حال کې د شمالي وزيرستان د ميرلي په عيدک کې ځايي خلکو د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد د جولای له ۱۷مې راهیسې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

د پرلت ګډونوال له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال د جولای تر ۲۴مې پورې ټول ۳۳ هدفي بریدونه شوي دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي. خو په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG