د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان زلزله: د مړو شویو شمېر ۱،۱۵۰ ته رسېدلی، مرستندویه چارې روانې دي


په ګیان ولسوالۍ کې یو کس په زلزله کې د زیانمنو کورونو تر څنګ تېرېږي - د جون ۲۳مې انځور.
په ګیان ولسوالۍ کې یو کس په زلزله کې د زیانمنو کورونو تر څنګ تېرېږي - د جون ۲۳مې انځور.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د جون پر ۲۴مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله راغلې.

د وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امر رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دې چې له لومړنیو معلوماتو سره سم، په زلزله کې "پینځه تنه هېوادوال په شهادت رسېدلي او تر ۱۱ زیات ټپیان" دي.

اخوا د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او سرکاري ډلې اوس زیانمنو خلکو ته د مرستو رسولو چارې ترسره کوي.

د مرګ ژوبلې تازه ارقام

د طالبانو حکومت د جون ۲۲مې تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر په اړه ضد و نقیص معلومات ورکوي.

د طالبانو د حکومت باختر دولتي خبري اژانس مشر عبدالواحد ریان د جون پر ۲۴مه ویلي دي چې په زلزله کې د مړو شویو شمېر ۱،۱۵۰ ته رسېدلی او لږترلږه ۱،۶۰۰ کسان ژوبل دي.

نوموړي دا خبره تر هغې څو ساعته وروسته کړې چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د مطبوعاتي چارو مشر مولوي نسیم حقاني د جون پر ۲۳مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د لارو د خرابوالي او د ټېلېفوني شبکو اغېزمنېدو له وجې ورته ګرانه شوې چې د زلزلې له وجې د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات ترلاسه کړای شي.

نوموړي په زلزله او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې د وروستیو سېلاوونو له وجې د مرګ ژوبلې ګډ شمېر وښود چې له هغو ارقامو بدل دی چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی.

حقاني البته زیاته کړه چې دا شمېر وروستی نه دی. "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه ‌دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."

تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي ول چې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالۍ کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۰۰۰ اوښتی او همداراز، پکې تر ۱،۵۰۰ زیات ژوبل دي.

له دې پرته د خوست چارواکو ویلي ول چې په زلزله کې د سپېرې د ولسوالۍ ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان شوي دي.

خپلواکه سرچینو د طالبانو د حکومت ارقام نه دي تایید کړي خو ملګرو ملتونو د جون پر ۲۲مه ویلي ول چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي خورا لوړ وي.

د جون ۲۲مې زلزله او تاوانونه

زلزله د جون پر ۲۲مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۶،۱ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو. تر دې مخکې هغې ادارې ویلي ول چې د زلزلې شدت ۵،۹ وو. د ادارې په وینا، د جون ۲۲مې زلزلې ژورتیا د ځمکې له سطحې ۱۰ کېلومیټره لاندې وه. هلته د پاکستان د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې د زلزلې شدت ۶،۱ وو.

زلزلې د خوست، پکتیکا او ننګرهار او د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان په ګډون د افغانستان او پاکستان یوشمېر ښارونه ولړزول.

د اروپايي مدېترانې د زلزلو څېړنیز مرکز وايي، زلزلې په ۵۰۰ کېلومیټرۍ کې د افغانستان، پاکستان او هند یوشمېر ښارونه لړزولي او شاوخوا ۱۱۹ مېلیونه وګړو احساس کړه.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت مرستیال شرف‌ الدین مسلم د جون پر ۲۲مه په کابل کې یوې بیړنۍ خبري غونډې ته وویل چې زلزلې تر ټولو زیات تاوان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې اړولی دی.

د پاکستان له لوري له زلزله ځپلو سره په مرستو بار لارۍ په اسلام اباد کې د روانېدو تیاري پر مهال - د جون ۲۲مې انځور.
د پاکستان له لوري له زلزله ځپلو سره په مرستو بار لارۍ په اسلام اباد کې د روانېدو تیاري پر مهال - د جون ۲۲مې انځور.

هندۍ مرستې افغانستان ته رسېدلي

په همدې حال کې تر پاکستان او ایران وروسته هندۍ مرستې هم کابل ته رسېدلې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۴مه په بیان کې ویلي چې نوي دلي په "دوو پروازونو کې د بیړنیو مرستو ۲۷ ټنه" توکي افغانستان ته لېږدولي دي.

په بیان کې راغلي چې په هغو توکو کې خیمې، کمپلې، توشکونه او نور شیان شامل دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مرستو توکي په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ته سپاري.

تر دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام بګچي د جون ۲۳مې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې په مرستو بار لومړۍ الوتکه کابل ته رسېدلې. نوموړي د جون پر ۲۴مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې دویم پرواز هم کابل ته رسېدلی او په هوايي ډګر کې یې د کام ایېر شرکت الوتکې انځورونه خپاره کړي.

هندۍ مرستې تر هغې څو ساعته وروسته افغانستان ته ورسېدې چې د ایران او پاکستان حکومتونو په لاریو او پوځي الوتکو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته واستول چې هلته له زلزله ځپلو سره مرسته وشي.

د جون پر ۲۳مه له ایرانه په دوو پوځي الوتکو کې د مرستې توکي او د هغه هېواد د سرې میاشتې د ټولنې یوه روغتیايي ډله د خوست ولایت هوايي ډګر ته ورسېدل. په مرستو کې خیمې، کمپلې، فرشونه، دواګانې او د ورځني استعمال شیان شامل دي.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي زلزله کې یې ګڼ خپلوان مړه شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00

د طالبانو د حکومت د بیړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د جون پر ۲۳مه وویل، د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د تورخم او غلام خان له لارې په ۱۲ لویو لاریو کې د مرستو اړین توکي وررسېدلي دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې لوجېسټیکي مرستیال سجادي مشال راډیو ته وویل، د مرستو یوه بله محموله هم د ځمکې له لارې د ایران د بلوچستان-سیستان ولایت څخه افغانستان ته پر لاره ده چې پکې هم له زلزله ځپلو سره د پوښاک او ژوند لپاره نور لازم لومړني توکي شامل دي.

د پاکستان مرستندویه اقدامات

اخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، په زلزله کې یې د "سختو ژوبلو" لپاره یې د غلام خان او انګور اډې لارې پرانیستي دي چې د درملنې لپاره د پاکستان روغتونونو ته ولېږدول شي.

صادق خان د جون ۲۳مې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، له دې پرته د پاکستان هېليکاپټرونه، اېمبولانسونه او روغتیايي ډلې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره اغېزمنو سيمو ته رسېدلي او هلته یې روغتیايي کیمپونه پرانیستي دي.

صادق خان زياته کړې چې د درملو تر څنګ يې نور خوراکي توکي هم اغېزمنو کسانو ته رسولي دي.

په همدې حال کې د شمالي وزیرستان انتظامیې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان پوځ په مرسته یوه روغتیايي ډله خوست ته رسېدلې چې هلته له زلزله ځپلو وزیرستانیو کډوالو سره مرسته وکړي.

د ضلعې انتظامي مشر شاهد علي خان د جون پر ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي چې په روغتیايي ډله کې ۲۱ ډاکتران شامل دي.

نوموړي په بیان کې ویلي چې له هغې مرستندویه طبي ډلې سره یې دواګانې او نور اړین سامانونه هم لېږدولي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، خوست ته یې یوه روغتیايي ډله او اړین طبي سامانونه لېږدولي دي - د جون ۲۴مې انځور.
د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، خوست ته یې یوه روغتیايي ډله او اړین طبي سامانونه لېږدولي دي - د جون ۲۴مې انځور.

بیان زیاتوي چې چارواکو د شمالي وزیرستان او خوست پر پوله په لوړه منډیۍ کې یو طبي کیمپ هم پرانیستی دی.

په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د شمالي وزیرستان هغه زرګونه کډوال پراته دي چې په ۲۰۱۴ز کال کې په ضلع کې د وسله والو ضد د عملیاتو تر پیلېدو وروسته له ډېورنډ کرښې هغې خوا ته اوښتي ول.

هلته د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر مولوي شمس الدین حقیار، چې د سپېرې او پکتیکا د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د جلوبولو او د همغږۍ د چارو سمبالول پر غاړه لري، د جون پر ۲۳مه له نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او د افغانستان له ګاونډیو غوښتنه وکړه چې بیړنۍ مرستې وروسوي.

په عین حال کې له کابل، پکتیا او خوسته د طالبانو پوځي چارواکي زلزله ځپلو ته د پوځي چورلکو په واسطه د خوراکي توکو د لېږد چارې پرمخ وړي. د ۲۰۳ منصوري قول اردو د عامه اړیکو مرستیال جنتیار کوچي وویل، و یې لیدل چې د ډېریو کورنیو یو یا دوه کسان پاتې شوي او نور ټول وژل شوي دي.

ده وویل، د جون پر ۲۲مه یې پوځي چورلکو زلزله ځپلو سیمو ته ۲۲ پروازونه وکړل او ټپیان یې د پکتیا او پکتیکا روغتونونو ته ولېږدول.

XS
SM
MD
LG