د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان زلزله: تر ۱۰۰۰ زیات مړه شوي، مرستندویه چارې روانې دي


د افغانستان د سرې میاشتې ادارې کارکوونکی په ګیان ولسوالۍ کې د ژغورنې چارو پر مهال - د جون ۲۲مې انځور.
د افغانستان د سرې میاشتې ادارې کارکوونکی په ګیان ولسوالۍ کې د ژغورنې چارو پر مهال - د جون ۲۲مې انځور.

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۰۰۰ لوړ شوی دی او سلګونه ژوبل دي.

د طالبانو د حکومت اړوند باختر خبري اژانس د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په حواله ویلي چې زلزلې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان وژلي او شاوخوا ۱،۵۰۰ یې ژوبل کړي دي.

اژانس زیاتوي چې د هغه ولایت په زیړوک او نېکې ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مشر وايي، په زلزله کې د ولایت ۳۳ کلي "په بشپړ ډول" ړنګ شوي دي.

حکمت الله عصمت د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په هغه ولایت کې د ژغورنې ډلو خپل کار ته دوام ورکړی او د مرګ ژوبلې زیاتېدو ویره ده.

چارواکی: زلزلې د پکتیکا ۳۳ کلي بشپړ وران کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

په خوست کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني د جون پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل چې په سپېرې ولسوالۍ کې د مړو شمېر ۴۵ ته رسېدلی او روغتونونو ته تر ۶۰ زیات زخمیان وړل شوي دي.

خو تر اوسه خپلواکه سرچینو دا ارقام نه دي تایید کړي. هلته د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې چارو وزارت وايي، چې د مرګ ژوبلې ارقام د بدلېدو په حال کې دي.

زلزله د جون پر ۲۲مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو. د ادارې په وینا، د زلزلې ژورتیا د ځمکې له سطحې ۱۰ کېلومیټره لاندې وه. هلته د پاکستان د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې د زلزلې شدت ۶،۱ وو.

زلزلې د خوست، پکتیکا او ننګرهار او د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان په ګډون د افغانستان او پاکستان یوشمېر ښارونه لړزولي دي.

د اروپايي مدېترانې د زلزلو د څېړنیز مرکز وايي، زلزلې په ۵۰۰ کېلومیټرۍ کې د افغانستان، پاکستان او هند یوشمېر ښارونه لړزولي او شاوخوا ۱۱۹ مېلیونه وګړو احساس کړه.

د پکتیکا اوسېدونکو د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه تر راغلې زلزلې سمدستي وروسته د ژوبلو کسانو روغتونونو ته د انتقالولو بهیر پیل کړ.
د پکتیکا اوسېدونکو د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه تر راغلې زلزلې سمدستي وروسته د ژوبلو کسانو روغتونونو ته د انتقالولو بهیر پیل کړ.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت مرستیال شرف‌ الدین مسلم د جون پر ۲۲مه په کابل کې یوې بیړنۍ خبري غونډې ته وویل چې زلزلې تر ټولو زیات تاوان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې اړولی دی.

مسلم خبري غونډې ته وویل، په زلزله کې یوشمېر کلي بشپړ ړنګ شوي او زرګونه کورونه وران شوي دي. دی وايي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې تر ټولو ډېره مرګ‌ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

مسلم زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له ځپل شویو کورنیو سره د یو ارب (مېلیارد) افغانیو نغده مرسته کوي.

همداراز، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د جون پر ۲۲مه په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو غوښتي چې د زلزله‌ ځپلیو لاسنیوي ته ور ودانګي.

افغانستان کې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

تر دې مخکې، د افغانستان باختر دولتي اژانس راپور ورکړوو چې یوازې د پکتیکا ولایت په نېکې، زېړوک، برمل او ګیان ولسوالیو کې ۲۵۵ تنه مړه او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي. د اژانس په خبره، په هغو ولسوالیو کې لسګونه کورونه ړنګ شوي دي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رییس حکمت الله عصمت مشال راډیو ته وویل، د مرګ ژوبلې شمېر وروستی نه‌ دی او په امبولانسونو کې روغتونونو ته د مړو او ژوبلو لېږد بهیر روان دی.

چارواکي وايي، زلزلې تر ټولو زیات تاوان په خوست او پکتیکا کې اړولی دی.
چارواکي وايي، زلزلې تر ټولو زیات تاوان په خوست او پکتیکا کې اړولی دی.

اسوشیېټډ پرېس اژانس وايي، له پکتیکا څخه په هېلېکاپټرو کې د وژلیو او ژوبلو روغتونونو ته د لېږد سلسله روانه وه خو په وینا یې د تېر کال سیاسي بدلونونو له وجې ښايي په ۳۸ مېلیونه ابادۍ لرونکي هېواد کې مرستندویه چارې له ستونزو سره مخامخ شي.

تېر کال له افغانستانه په بیړه د امریکايي او نورو نړیوالو پوځیانو د وتلو پر مهال حکومت ړنګ شو او طالبان واکمن شول.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال له معلوماتو سره سم، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت هوايي ځواک شاوخوا ۲۰۰ زخمیان په هېلیکاپټرو کې د کابل روغتونونو او د پکتیا مرکز ګردېز قول اردو ته انتقال کړي دي چې هلته یې درملنه روانه ده.

افغانستان زلزله: د پکتیکا اوسېدونکي د سترګو لیدلی حال بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

د ژغورنې او مرستو چارې

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) دفتر وايي، تر زلزلې څو ساعته وروسته یې کاري ډلو په هغه هېواد کې له روغتیايي کارکوونکو سره ګډ کار پیل کړی دی. دفتر پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د بیړنیو طبي مرستو سامانونه یې د پکتیکا ولایتي روغتون ته رسولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي رمیز الاکبروف پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې مرستندویه ډلې د پکتیکا ولایت ګیان او برمل ولسوالیو ته رسېدلې دي.

په همدې حال کې طالب چارواکي وايي، پکتیکا او خوست ته یې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو کاروان لېږدولی.

د طالبانو یو ویاند او د ملي ټېلېوېژن رییس احمدالله وثیق پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، له "زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو تر څنګ د افغاني سرې میاشتې له ګودامونو ۱۵ موټرو کې ۴،۰۰۰کمپلې، ۸۰۰ خېمې، ۴،۰۰۰ ترپالونه، ۸۰۰ د پخلنځي د لوښو بستې، درمل، د اوبو سلګونه بوشکې او ګڼ نور توکي استول شوي دي."

طالب چارواکو دا اعلان هم کړی چې په زلزله کې د مړو شویو کورنیو ته به یو، یو لک او ټپي شویو ته به ۵۰، ۵۰ زره افغانۍ ورکړي.

د زلزلې په اړه غبرګونونه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیکا، خوست او نورو ولایتونو کې له زلزله ځپلیو سره خواخوږي ښوولې ده.

غني د جون پر ۲۲مه پر ټوېټر په بیان کې "پر نړیوالو خیریه بنسټونو، سازمانونو" او د هېواد دننه پر خلکو غږ کړی دی چې له زلزله ځپلیو سره مرستې وکړي او "په دې سختو شېبو کې زموږ د دیني فریضې او اجتماعي فرهنګ په توګه د یو بل په څنګ کې ودرېږي."

په ورته وخت کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک پاڼه د پکتيکا او خوست ولایتونو په ګډون په نورو سیمو کې د زلزلې له امله د شويو مالي او ځاني زیانونو په اړه خواشيني څرګنده کړې. هغه له خيريه بنسټونو او ملي سوداګرو وغوښتل چې له زيانمنو کورنيو سره مرسته وکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په افغانستان کې په زلزله کې پر مرګ ژوبلې خپګان ښوولی دی.

شریف د جون پر ۲۲مه پر رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې "پاکستاني چارواکي په دې مشکل وخت کې له افغانستان سره" مرستو ته "چمتو" دي.

هلته د پاکستان ولسمشر عارف علوي دفتر پر رسمي ټوېټر په بیان کې راغلي چې پاکستان د "ضرورت په دې وخت کې له افغانانو سره ولاړ" دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم پر ټوېټر ورته بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې پوځي مشران د خلکو مړینې خپه کړي دي او دا چې د "پاکستان وسله وال ځواکونه افغانانو ته د بشري مرستو رسولو ته چمتو" دي.

هلته د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان هم د جون پر ۲۲مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته یې لارښوونه کړې چې افغانستان ته "هر ډول مرستې، په ځانګړي ډول، طبي اسانتیاوې" ورکړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی. عمران خان په بیان کې له افغان ولس او د طالبانو له حکومت سره خواخوږي ښوولې.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر ټوېټر په بیان کې په زلزله کې پر مرګ ژوبلې خواشیني ښوولې. د امریکا سفارت د ۲۰۲۱ز کال د اګست له نیمايي راهیسې د کابل پر ځای د قطر په پلازمینه دوحه کې فعالیت کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام بګچي ویلي دي چې نوی دلی د وژلیو او ژوبلو له کورنیو سره د "غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه" کوي.

بګچي پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې چې هند له افغانانو سره "په غم کې شریک" دی او ورسره "مرستو او ملاتړ ته ژمن" دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې له "خپلو بشرپاله ملګرو" او ادارو سره یو ځای کار ته دوام ورکوي چې ځپل شویو خلکو ته مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG