د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان زلزله: خلک د خپلوانو د 'مړو او ژوندیو' په لټون دي


په ګیان ولسوالۍ کې یو کس د جون ۲۲مې پر ماخوستن په یوه ویجاړه ودانۍ کې د خلکو موندلو په لټه دی.
په ګیان ولسوالۍ کې یو کس د جون ۲۲مې پر ماخوستن په یوه ویجاړه ودانۍ کې د خلکو موندلو په لټه دی.

په افغانستان کې تر زلزلې وروسته ډېری کورنۍ په کنډوالو کې په دې هیله په خپلوانو پسې ګرځي چې ښايي ژوندي یې پیدا کړي. په همدې حال کې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو، حکومتي کارکوونکو او رضاکارانو له ویجاړو کورونو څخه د مړو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان په تر ټولو سخت ځپل شویو دوو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه ډله ییز قبرونه کیندل کېدل او جنازې روانې وې.

عاقل خان د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ د اوچکي سيمې اوسېدونکی او د پوهنتون محصل دی. دی وايي، د ماشومانو او ښځو په ګډون یې د کورنۍ ۲۷ غړي د جون پر ۲۲مه شاوخوا یوه نیمه بجه په راغلې زلزله کې مړه شول.

نوموړي د جون پر ۲۳مه په ژړغوني غږ مشال راډیو ته کیسه وکړه، او و یې ول چې د "سترګو مخ" ته یې د کورنۍ غړي "تر تورو خاورو لاندې" شول او ځینې یې "سخت ژوبل" دي.

د عاقل خان کلی له هغو ۳۳ کلیو یو دی چې د پکتیکا ولایتي چارواکو په وینا په بشپړه توګه ړنګ شوي.

نوموړی وايي، تر زلزلې وروسته په کلي کې داسې څوک نه ول چې قبرونه وکني او جنازې وکړي. "زموږ په کلي کې د ټولو نېږدې سیمو همدا یوه هدیره ده، د دې لپاره چې په ټولو کورنیو کې شهیدان شته له پرون (د جون ۲۲مه) راهیسې ټول د خپلو شهیدانو په دفن کولو بوخت دي، امکانات نه ول چې موږ قبرونه کیندلي وای ځکه وسایل مو ټول تر ویجاړو کورونو لاندې شوي. بیا مجبور شو له اورګون او نور ولسوالیو او ولایتونو څخه مو خلک راوغوښتل. بیا مو ډله ییز قبرونه جوړ کړل او شهیدان مو دفن کړل."

د ګیان ولسوالۍ د بل اوسېدونکي کوثر الدین پلار او ۲۶ نور خپلوان او کلیوال په زلزله کې مړه شول. دی وايي، "غمیزې" ورڅخه "لوری ورک" کړی دی او لوی ځاني او مالي زیانونه وراوښتي دي. "زموږ په کورنۍ کې مې پلار په شهادت ورسېده چې د [جون ۲۲مې د ماسپښین] پر دوو بجو مو دفن کړ، خو په کلي او خپلوانو کې مو ۲۶ کسان شهیدان شوي او ۲۵ ټپیان دي چې دا ټول یوازې زموږ د خپل کلي دي. په نورو هر کلي کې تر ۲۰ او تر ۲۵ زیات خلک شهیدان دي."

زلزله ځپلي وایي، لسګونه ټپیان د کابل په ګډون د نورو ولایتونو روغتونونو ته انتقال شوي، خو په دقیقه توګه ترې خبر نه دی چې څوک چېرې لېږدول شوي.

افغانستان زلزله: د ژوبلو د ژغورنې هڅې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

د جون ۲۲مې تر نیمې شپې وروسته زلزلې د افغانستان په پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په یوشمېر سیمو کې خلکو مشال راډیو ته وویل، شېبې شماري چې خپلوان او عزیزان یې له خاورو وایستل شي او د مړي یا ژوندي پته یې ولګي. دوی وايي، د کومو کورنیو مړي چې راایستل شوي، ورته د قبرونو په کیندلو کې عاجز پاتې دي.

چارواکو د جون پر ۲۲مه ویلي ول چې په هغو ولایتونو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱،۵۰۰ زیات ټپي دي خو د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي او ملګري ملتونه د مرګ ژوبلې شمېر خورا لوړ یادوي. البته خپلواکو سرچینو دا ارقام نه دي تایید کړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د ژغورنې عملیات روان دي او د وژل شویو او ټپیانو وروستی او کره شمېر لا معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG