د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو سازمانونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی


په ګیان ولسوالۍ کې یو کس د ړنګ کور په کنډواله کې ناست دی - د جون ۲۳مې انځور.
په ګیان ولسوالۍ کې یو کس د ړنګ کور په کنډواله کې ناست دی - د جون ۲۳مې انځور.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او یوشمېر هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی دی.

د طالبانو حکومت وايي، د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جون پر ۲۲مه ناوخته په بیان کې وویل، د افغانستان د سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په ناورین کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.

یخني هم ډېره ده او له بلې خوا ډېر خلک ویرېږي چې که کورونو ته لاړ شي بیا به زلزله وشي.
رحیم خان خوشال

کمېټه وايي، د افغانستان د سرې میاشت ټولنه د پکتیکا او خوست په شمول، چې زلزلې تر ټولو زیات زیان وراړولی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۳۰،۰۰۰ زیات رضاکاران لري او اوس یې ډلې له زلزله ځپلیو سره ټیمونه زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو بوخت دي.

د جون پر ۲۲مه د ډنمارک او ناروې د سره صلیب، د قطر او ترکیې د هلال احمر د کمېټو د بشري مرستې رسونې عمله له کابله زلزله ځپلو سیمو ته روانه شوه.

د امریکا د سره صلیب د کمېټې یوې مشرې سوزن مالاندرینو وايي، افغانانو له وړاندې "لا ډېرې سختې لیدلي،" دا زلزله ورته "یو بل ناورین" دی.

د ګیان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې تر زلزلې وروسته خپله لومړۍ شپه په خیمه کې تېره کړه - د جون ۲۲مې ماخوستن انځور.
د ګیان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې تر زلزلې وروسته خپله لومړۍ شپه په خیمه کې تېره کړه - د جون ۲۲مې ماخوستن انځور.

په پکتیکا کې، چې زلزلې پکې د ډېرو خلکو کورونه نړولي او مرګ ژوبلې پېښې کړي، لارې ډېرې خرابې دي او ویل کېږي چې زلزله ځپلیو ته د مرستو رسول هم اسانه کار نه دی.

ځايي خبریال رحیم خان خوشال د جون پر ۲۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د هوا د خرابوالي یادونه وکړه، "هوا سخته خرابه ده، شدید باران اوري، دومره شدید چې خبرې نه اورېدل کېږي. یخني هم ډېره ده او له بلې خوا ډېر خلک ویرېږي چې که کورونو ته لاړ شي بیا به زلزله وشي."

هلته د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، هڅه کوي چې زلزله ځپلو سیمو ته خوراکي مواد او خیمې ورسوي. هغې ادارې د جون پر ۲۲مه وویل، په فوري ډول درملو، سرپناه، خوراکي موادو، اوبو، د تشناب وسایلو او غیر خوراکي موادو ته اړتیا ده. اوچا زیاتوي چې د ورښت او د هوا د یخوالي له کبله تر هر شي زیات ضرورت د سرپناه دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې دننه هم د مدني ټولنې سازمانونو او فعالانو له زلزله ځپلو سره د مرستو هڅې پیل کړې دي.

په جلال اباد کې د مرستو خیمې

په ننګرهار کې بېلابېلو مدني ټولنو او خیریه بنسټونو د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلورلاره او په سره رود دوه لارې کې د مرستو غونډولو خیمې لګولې دي.

عطاالله خوږیاڼی چې په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار د والي ویاند وو، اوس په یوه خیریه ټولنه کې فعالیت کوي. نوموړي د جون پر ۲۳مه د کمپاین پیلولو پر مهال له خلکو وغوښتل چې خیراتونه دې ورکړي. "ننګرهار همېشه په ملي پروګرامونو کې تر نورو مخکی دی، نن که د پکتیکا، خوست، پکتیا، لغمان او د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې مرګونې پېښې رامنځته شوي، موږ ځوانان ژمن يو چې د هغوی لاسنیوی وکړو. خوشبختانه يو کس ما وکوت چې د لاسګاډي مزدوري یې کوله، هغه هم راغی او د خپلې برخه مرسته يې په صندوق کې واچوله."

په افغانستان کې مې له زلزله ځپلو سره صرف د الله د رضا لپاره مرسته وکړه. زه له ټولو افغانانو او مسلمانانو غوښتنه کوم چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
حاجي عبدالقدیر

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول او مدني فعال عبدالکریم ناصري هم له زلزله ځپلو لپاره د مرستو د کمپاین برخوال دی. نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، له شتمنو خلکو د مرستو غوښتنه کوي. "له دې کمپاینه مو موخه دا ده چې ننګرهاریان خپل خپګان او همدردي د پکتيکا او خوست ولایتونو له ولسونو سره شریک کړي. موږ پر سوداګرو، صرافانو او بېلابېلو صنفي اتحاديو غږ کوو چې مرستې وکړي او د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي."

د ننګرهار اوسېدونکی حاجي عبدالقدير لومړی کس وو چې د مرستې په صندوق کې يې پیسې واچولې. هغه مشال راډیو ته وویل، د مرستو ورکول نه یوازې فرهنګي دود بلکې دیني فریضه هم ده. "په افغانستان کې مې له زلزله ځپلو سره صرف د الله د رضا لپاره مرسته وکړه. زه له ټولو افغانانو او مسلمانانو غوښتنه کوم چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. دا صدقه جاریه ده، دا به يې د محشر پر ورځ په اخلاص کې شمېرل کېږي."

په جلال اباد کې یوه ښځه له زلزله ځپلو سره د مرستو په صندوق کې پیسې اچوي - د جون ۲۳مې انځور.
په جلال اباد کې یوه ښځه له زلزله ځپلو سره د مرستو په صندوق کې پیسې اچوي - د جون ۲۳مې انځور.

د طالبانو حکومت وايي، زلزلې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان وژلي او تر ۱،۵۰۰ زیات یې ټپیان کړي دي. د حکومت په وینا، زلزلې د پکتیکا په نېکې او زیړوک کې هم لویه مرګ ژوبله اړولې چې کره شمېر یې لا معلوم نه دی. حکومت وايي، د خوست په سپېره ولسوالۍ کې په زلزله کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۰ ژوبل دي.

خپلواکه سرچینو لا د افغانستان په زلزله کې د مرګ ژوبلې حکومتي شمېر نه دی تایید کړی خو ملګرو ملتونو اټکل کړی دی چې ښايي په افغانستان کې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر له هغې خورا زیات وي چې چارواکو ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG