د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان زلزله کې د وژل شویو واقعي شمېر ښايي خورا زیات وي


د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د یوه ړنګ کور انځور - د جون ۲۳مې انځور.
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د یوه ړنګ کور انځور - د جون ۲۳مې انځور.

ملګرو ملتونو اټکل کړی دی چې ښايي په افغانستان کې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر له هغې خورا زیات وي چې چارواکو ورکړی دی.

د طالبانو حکومت وايي، د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱،۵۰۰ زیات ژوبل شوي دي. د حکومت په وینا، زلزلې د پکتیکا په نېکې او زیړوک او کې هم لویه مرګ ژوبله اړولې چې کره شمېر یې لا معلوم نه دی.

هلته د خوست چارواکي وايي، له تازه معلوماتو سره سم، د وړمې شپې په زلزله کې د سپېرې د ولسوالۍ ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان شوي دي. د هغوی په وینا، په زلزله کې شاوخوا ۵۰۰ کورونه او ودانۍ ړنګې شوې دي. تر دې مخکې، د خوست چارواکو د جون پر ۲۲مه په سپېره کې د وژلیو شمېر ۴۵ ښوولی وو خو اوس وايي، شمېر یې کره کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه شپې ناوخته وویل، باور لري چې په زلزله کې شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي.

رامز الاکبروف له کابله د ویډیويي کنفرانس له لارې په نیو یارک کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو شمېر چې تر اوسه یې "مړ-ژوندی معلوم نه دی" ښايي خورا ډېر وي. ده وویل، اټکل کوي چې هره افغانه کورنۍ اوسط اته غړي لري، نو ګومان دی چې د مرګ ژوبلې "واقعي شمېر خورا لوړ وي."

ده وویل، داسې هم کېږي چې کله نا کله یوشمېر کورنۍ په یوه ودانۍ یا کور کې اوسي.

افغانستان زلزله: د پکتیکا اوسېدونکي د سترګو لیدلی حال بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو د صندوق (یونېسېف) د ارتباطاتو مشرې سمانتا مورت د جون ۲۲مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، زلزلې سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې خو لا هم کره معلومات نه‌ لري. "موږ تر اوسه پورې د دې ویجاړۍ له پوره پراخوالي خبر نه یوو، خو باور لرو چې د ډېرو ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان مړه شوي دي. ډېر نور ژوبل دي او ګڼ کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي دي. د راپورونو له رارسېدو سره ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به لوړ شي. یونېسېف څو ګرځنده طبي او د خوراکي مرستو رسولو ټیمونه لېږدولي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي."

اخوا رامز الاکبروف خبریالانو ته وویل، د طالبانو حکومت زلزله ځپلو سیمو ته ۵۰ ایمبولانسونه او څلور یا پینځه هېليکاپټرونه لېږدولي او له اغېزمنو کورنیو سره یې د نغدو پیسو ژمنه هم کړې ده.

د پکتیا ولایتي روغتون ته یوشمېر ژوبل کسان وروړل شوي - د جون ۲۲مې انځور.
د پکتیا ولایتي روغتون ته یوشمېر ژوبل کسان وروړل شوي - د جون ۲۲مې انځور.

د طالبانو حکومت د جون پر ۲۲مه له ځپل شویو کورنیو سره د یو ارب (مېلیارد) افغانیو نغده مرسته اعلان کړه. حکومت ویلي چې په زلزله کې د مړو شویو کورنیو ته به یو، یو لک او ټپي شویو ته به ۵۰، ۵۰ زره افغانۍ ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې ملګري ملتونه وسایل نه لري چې خلک له "کنډوالو وباسي" او دا کار طالب چارواکي کوي، خو هغوی هم په دې برخه کې محدودیتونه لري.

همدې محدودیتونو ته په کتو، د طالبانو د حکومت په ګډون ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې ادارې او یوشمېر هېوادونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د جون پر ۲۲مه په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو غوښتي چې د زلزله‌ ځپلیو لاسنیوي ته ور ودانګي.

افغانستان کې زلزله

زلزله د جون پر ۲۲مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو. د ادارې په وینا، د زلزلې ژورتیا د ځمکې له سطحې ۱۰ کېلومیټره لاندې وه. هلته د پاکستان د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې د زلزلې شدت ۶،۱ وو.

زلزلې د خوست، پکتیکا او ننګرهار او د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان په ګډون د افغانستان او پاکستان یوشمېر ښارونه ولړزول.

د اروپايي مدېترانې د زلزلو څېړنیز مرکز وايي، زلزلې په ۵۰۰ کېلومیټرۍ کې د افغانستان، پاکستان او هند یوشمېر ښارونه لړزولي او شاوخوا ۱۱۹ مېلیونه وګړو احساس کړه.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت مرستیال شرف‌ الدین مسلم د جون پر ۲۲مه په کابل کې یوې بیړنۍ خبري غونډې ته وویل چې زلزلې تر ټولو زیات تاوان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې اړولی دی.

مسلم وویل، په زلزله کې یوشمېر کلي بشپړ ړنګ شوي او زرګونه کورونه وران شوي دي او زیاته یې کړه چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې تر ټولو ډېره مرګ‌ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG