د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ارمي سکول مقدمه: سپریم کورټ وزیراعظم وربللی وو


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر لسمه نېټه (نن) په اسلام اباد کې سپریم کورټ ته حاضر شوی چې د پېښور ارمي پبلک سکول د مقدمې په اورېدنه کې یې ورغوښتی وو.

دا اورېدنه د چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ کې درې کسیزه بنچ وکړه چې پکې د ارمي پبلیک سکول د وژل شویو ماشومانو ځینو میندو او پلرونو هم ګډون وکړ.

په دغه وخت عدالت وزیراعظم ته وویل چې دوی دې عدالت ته د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې په پلټنو کې د شوي پرمختګ وضاحت ورکړي.

عدالت وزیر اعظم عمران خان ته دا هم ویلي چې حکومت دې په څلورو اونیو کې دننه یو رپوټ عدالت ته وړاندې کړې او پکې کې دې د دغه پېښې د پلټنو په اړه حکومتي اقدامات واضحه کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ز کال پر ۱۶م ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان تر وسله وال برید وروسته د هغې ډلې پرضد د هېواد پر کچ عملیات اعلان کړي ول.

د ارمي پبلېک سکول په برید کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د دغو ماشومانو میندې او پلرونه د حکومت د هغه فېصلې هم مخالفت کوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو اعلان شوی دی.

د سپریم کورټ په نننۍ اورېدنه کې له وزیر اعظم عمران خان سره د اطلاعاتو وزیر فواد چودري او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم موجود ول.

XS
SM
MD
LG