د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د پوځ مشر ۱۱ ترهګرو ته د مرګ د سزا توثیق وکړ


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د هغو ۱۱ ترهګرو د مرګ د سزا توثیق کړی چې پوځي عدالتونو ورته اورولې وه.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آيي ایس پي ار) د خالي په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل په دغو وسله والو کې د ولسي خلکو او امنیتي ادارو د کارکوونکو تر څنګ د خېبر پښتنخوا د صوبايی اسمبلۍ د غړي عمران مومند وژونکي هم شامل دي.

د خبرپانې ترمخه دې وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې ۳۶ ولسي وګړي او ۲۴ امنیتي سرتیري وژلي دي.

یو کال شوی چې امنیتي ادارو د احسان الله احسان د نیولو ادعا کړې خو تر اوسه يې پوځی عدالت ته وړاندې کړی نه دی.
فضل خان اېډوکېټ

دا شان د دوی په بریدونو کې له سلو زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

بلخوا د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو د مېندو او پيلرونو د اتحادیې یو مشر فضل خان اېډوکېټ وايي پوځي عدالتونه په یاد سکول له وسله وال برید وروسته جوړ کړل شوي خو د دې برید ذمه واري مننونکي د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان د یو کال تر تیریدو باوجود هم پوځي عدالت ته وړاندې نه کړل شو.

نوموړي زياته کړه،

(( چې کومه پېښه د ټول ګوندیزې غونډې او د هغې په نتیجه کې د نېشنل ایکشن پلان سبب ورګرځیده او پوځي عدالتونه هم چې په ایین کې ځایې نه لري، د دې پلان لاندې جوړ شول. خو احسان الله احسان د دې پېښې پرمهال د طالبانو ویاند وو او د برید ذمه واري یې ښه په ډاګه منلې وه، څه د پاسه یو کال وشو چې امنیتي ادارو یې د نیولو ادعا کړې خو تر اوسه پوځی عدالت ته وړاندې نه کړل شو.))

تر اوسه پورې داسې خبره مخې ته نه ده راغلې چې ګني له احسان الله احسان سره به څه ډول رعایت وشي البته د وخت انتظار دی.
جسټس (ریټایرډ) ميا اجمل

فضل خان اېډووکېټ زیاته کړه چې د سوات د طالبانو ویاند مسلم خان هم له کلونو راهیسې له امنیتي ادارو سره دی خو هغه هم تر اوسه پوځي عدالت ته وړاندې نه کړل شو.

خو د پېښور هايي کورټ پخوانی چیف جسټس میا اجمل وايي کیدی شي چې امنیتي ادارې له دغو کسانو معلومات تر لاسه کول غواړي او تر هغې یې له ځان سره ساتي خو زه فکر کوم چې عدالت ته به یې خامخا وړاندې کوي.

دده په وينا،

((زما په خیال امنیتي ادارو په یو وخت کې ویلي وو چې د احسان الله احسان په معلوماتو یې د یو شمیر وسله والو بریدونو مخه نیولې ده. احسان خو په پوځ هم د یو شمېر بریدونو ذمه واري منلې نو چې هر کله وي خو عدالت ته به یې وړاندې کوي. او تر اوسه داسې کومه خبره هم مخې ته نه ده راغلې چې ګني له هغه سره به څه ډول رعایت وشي. البته د وخت انتظار دی.))

د ۲۰۱۴م کال په دسمبر کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د وسله وال برید وروسته په پاکستان کې د مرګ له سزا بندیز پورته کړل شو او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړو کسانو د مقدمو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړل شو چې تر اوسه یې له ۵۰۰ زیاتو کسانو ته د مرګ سزا اورلې ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG