د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي کمېشن راپور جاري شو


پېښور ارمي پبلیک سکول کې د وژل شویو ماشومانو تصویر
پېښور ارمي پبلیک سکول کې د وژل شویو ماشومانو تصویر

پراګ ـ د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید د عدالتي کمېشن راپور جاري کړل شو.

د سپریم کورټ لخوا د ټاکل شوي عدالتي کمېشن مرستیال امان الله کنراني د سېپټمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته په دې اړه وویل:

"زما پر درخواست عدالت حکم جاري کړو چې دا راپور دې ولس ته وړاندې کړل شي. حکومتونه تل په پټه کارونه کوي، د اېبټ اباد کمېشن راپور ولس ته نه دی وړاندې شوی، د حمود الرحمان کمېشن راپور هم داسې پټ پروت دی. په ملک کې کله هم د عدالتي کمېشنونو راپورونه ولس ته نه ښودل کېږي، ځکه چې بیا ولس د حکومت له کوتاهیو خبرېږي. چې دا ډول راپورونه ولس ته وړاندې شي نو ډېر رازونه ښکاره شي."

د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر په ۱۶مه په پیښور کې، پر ارمي پبلک سکول خونړی وسله وال برید وشو چې د عملې، استاذانو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۴۴ کسان ووژل شول. د برید مسولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی و.

د پېښور های کورټ د قاضي ابراهیم خان په مشرۍ کې د عدالتي کمېشن په راپور کې د یو شمېر نورو انتظامي او استخباراتي نیمګړتیاوو ترڅنګ د سکول د امنیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړل شوې دي.

په راپور کې راغلي، د سکول د ساتنې لپاره ټاکلو شویو امنیتي سرتېرو ټول پام د ودانۍ لویې دروازې ته اړولی و او د سکول د ودانۍ شاتنۍ برخه یې همداسې پرېښې وه او هېڅ ډول امنیت یې نه و نیول شوی. راپور وايي، همدا ده چې ترهګر بې له څه خنډه، په اسانه د سکول ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شول.

خو پوښتنه دا ده چې د وژلو شویو ماشومانو کورنیو ته د راپور دا خبره څومره د منلو وړ ده؟ فضل شاه ایډوکیټ چې د وژلو شویو او ژوبل شویو ماشومانو د کورنیو د ټولنې مشر دی، د سېپټمبر پر ۲۵مه یې مشال راډیو ته وویل، پر سکول د برید نه څلور کاله پس حکومت "تش په نامه" عدالتي کمېشن جوړ کړو او هغه هم د کورنیو د پرله پسې احتجاجونو نه پس. نوموړی وايي، په ۲۰۱۸ کې چې عدالتي کمېشن جوړ شو نو حکومت ژمنه کړې وه چې په دوو میاشتو کې دننه به خپل راپور وړاندې کوي خو داسې ونه شول او نږدې ۲۶ میاشتې وروسته دا راپور مخې ته راغلو.

خو د عدالتي کمېشن ویاند سول جج عمران الله خان د سېپټمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، هغوی له ځنډه کار نه دی اخېستی او خپلې لاس ته راوړنې یې پر وخت سپریم کورټ او وفاقي حکومت ته وړاندې کړې وې. نوموړی زیاتوي، دا بیا په حکومت او سترې محکمې اړه لري چې څه وخت یې ولس ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG