د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ضلعو ته انټرڼیټ ورکړئ: اسلام اباد های کورټ


په اسلام اباد کې 'چای والا' ارشد خان د انټرنیټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو ډېر نوم وموند.
په اسلام اباد کې 'چای والا' ارشد خان د انټرنیټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو ډېر نوم وموند.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان د مواصلاتو ادارې ته د اپريل ۱۴مه امر ورکړي چې په قبايلي ضلعو کې د موبايل ټېلېفونې انټرنېټ (درې جې او څلور جي) سهولت بحال کړي.

د های کورټ چيف جسټس اطهر من الله د قبايلي ضلعې د نمل پوهنتون يو زدکونکې سيد محمد درخواست اوريدنه د اپريل په ۱۴مه وکړه. په دې درخواست کې د پاکستان د مواصلاتو ادارې او له وفاقي حکومته غوښتنه شوي وه چې د کورونا وايرس وبا مخنيوي په موخه تعليمي ادارې تړلي پرتي دي او د انلاين زده کړو بهير روان دي خو په کورمه قبايلي ضلعې کې د انټرتېټ نشتوالي له وجې ورڅخه بې برخي دي.

اسلام اباد های کورټ متعلقه چارواکو ته د اپريل تر ۲۰مې پوري راپور جمع کولو هدايت جاري کړي دي.

چيف جسټس اطهر من الله په خپله لنډه فيصله کې ويلي دي چې انټرنېټ ته د ولس لاسرسي له ائيني حقونو څخه سرغړونه ده.

په فيصله کې راغلي چې د قبایلي ضلعو کې زدکونکې او ولس له انټرنېټ څخه نشي محروم ساتل کيداي.

د شمالي وزیرستان ځوانان بیا بیا د انټرنیټ غوښتنې لپاره راوتلي
د شمالي وزیرستان ځوانان بیا بیا د انټرنیټ غوښتنې لپاره راوتلي

تر دې مخکې د زدکونکې سيد محمد وکيل عبدالرحيم ايډوکيټ، د اپريل په ۱۳مه، مشال راډيو ته ويلي وو چې په قبايلي سيمو کې زدکونکو ته د موبايل ټېلېفونې انټرنېټ سهولت ترلاسه نه دي ځکه دوي انلاين درسونه نشي اخستي.

د ده په خبره دا ډيره مهمه ده چې په هغو سيمو کې زدکونکو ته انټرنېټ سهولت ورکړل شي.

د قبایلي او نیمه قبایلي سیمو انتظامیې وايي، موبایل ټېلېفوني انټرنېټ (درې جي او څلور جي) یې د امنیتي اندېښنو له وجې تړلي.

څو ورځې مخکې د جنوبي او شمالي وزیرستان زده کوونکو هم د انټرنېټ نشتوالي ضد مظاهره کړې وه.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د مارچ له میاشت راهیسې د هېواد ټول ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه تړلي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپريل په ۱۴مه ټولبند يا لاک ډاون تر دوو اونيو پوري د غځولو اعلان وکړ.

خو اکثره کالجونو او پوهنتونونو د انلاین درسونو انتظام کړی البته د قبایلي سیمو زده کوونکي وايي، د انټرنېټ نشتوالي له کبله لېکچرونو ته نشي حاضرېدای او تعلیمي کال یې ضایع کېږي.

د پاکستان وزیراعظم او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر تر قبایلو د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو پرانیستو اعلانونه کړي چې لا عملي شوي نه د

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG