د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ انټرنیټ لا هم نه دی فعال


د باجوړ ضلعې نقشه
د باجوړ ضلعې نقشه

پراګ ـ د باجوړ استوګن په ضلعه کې د تیز انټرنیټ یا ۳جي او ۴ جي انټرنیټ د بیا بحالېدو اعلان د مارچ په اوولسمه شوی خو لا هم د هغوی په سیمو کې انټرنیټ کار نه کوي.

د ماموند تحصیل برخلوزو استوګن ملک شا ولي خان د مارچ په ۱۹مه مشال ریډیو ته وویل د انټرنیټ د بحالولو تر اعلان وروسته خلک خپل موبایلونه بیا بیا ګوري خو د ماموندو په ټول تحصیل لاهم انټرنیت نشته.

"زما خوا ته د درې موبایل کمپنیو ستنې(ټاورونه) لګیدلي دي خو په درې واړو انټرنیټ نشته"

خو د ضلعې په مرکز ښار کې یو استوګن انورزاده ګلیار وایي د هغوی په سیمه یوازې د یوې کمپنۍ (یوفون) کارونکو ته د انټرنیټ سهولت ورکړل شوی دی. هغه وایي له انټرنیټ سره د ډېرو خلکو کاروبارونه هم تړلي دي.

زموږ په کلي (برخلوزو) کې ځینو خلکو وایفایي له ډي ایس ایله لګولې. هغو خلکو کره د چم ګاونډ زنانه ورځي او بیا د هغوی له وایفایي له خپلو خاوندانو،ورونو،زامنو او نورو خپلوانو سره خبرې کوي
ملک شاه ولي خان

"د ضلعي مرکز ښار (خار) نه لیرې سیمو لکه پشت او ماموندو ته خلکو په ډېر مصرف د خپل کار لپاره انټرنیټ غزولی دی. په برنګ یو تن په ټي پي لینک دوه نیم لکه روپۍ مصرف کړی دی. که ۳جي چالو شوه نو خلک له دې ستونزو خلاص شي"

د سلارزو تحصیل استوګن او د قامي اسمبلۍ پخوانی استازی شهاب الدین خان په ضلعه کې د انټرنیټ د بیا بحالولو ګام وستایه خو زیاته یې کړه چې د هغوی سره په نزدې ځینو سیمو کې د ۳ جي پر ځایې د ۲ جي انټرنیټ کار پیل کړی خو دا د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

"قبایل پر پښتونخوا تر وګډولو وروسته باید هغه ټولې اسانتیاوې دلته هم وي چې په چارسده او نوښار کې دي. قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ نشتوالي سیمه له نړۍ پرې کړې ده"

د باجوړ ډېرې خلک په مساپرو کې ژوند تیروي او انټرنیټ د ټلیفون،ویډیوي خبرو او ټولینزې میډیا لپاره کاروي. همدا راز د پیسو لیږلو او موبایل سافټ ویرونو او د دې سره د اړونده ستونزو د حل لپاره هم انټرنیټ ته ضرورت لري. ملک شاولي خان وایي د هغوی په سیمه کې یوازې شتمن خلک د وایفایي له لارې انټرنیټ ته لاس رسی لري خو که انټرنیټ په مکمله توګه فعال شي نو ګټه به یې عامه شي.

"زموږ په کلي (برخلوزو) کې ځینو خلکو وایفایي له ډي ایس ایله لګولې. هغو خلکو کره د چم ګاونډ زنانه ورځي او بیا د هغوی له وایفایي له خپلو خاوندانو،ورونو،زامنو او نورو خپلوانو سره خبرې کوي"

په باجوړ کې په لومړي ځل انټرنیټ د ۲۰۰۸م کال په نیمایي کې کار شورو کړی و خولا میاشت هم نه وه تېره چې په سیمه کې بدامنۍ او پوځي اپریشن وروسته انټرنیټ بند کړی شو.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ د خلکو استازی ګل ظفر د مارچ په ۱۹مه مشال ریډیو ته وویل د باجوړ د خلکو سره د وزیراعظم عمران خان خپل لوظ پوره کوي او هغه غواړي چې زر تر زره په ضلعه کې انټرنیټ فعال کړي.

ګل ظفر وویل د باجوړ ځینې سیمې لا هم حساسې دي او هغه علاقې چې د انټرنیټ له وجې ترې قامي سلامتۍ ته ستونزې جوړیږي، یوازې هلته انټرنیټ نه بحالوي.

د باجوړ ترڅنګ په نورو قبایلي ضلعو کې هم انټرنیټ له تېرې خواوشا یوې لسیزې راهسې په سیمه کې د پوځي اپریشنونو وروسته بند کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG