د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د کابل نښته کې یې د داعش ډلې ۴ وسله وال وژلي


په کابل کې د طالبانو د حکومت پولیس د ګزمې پر مهال - د اګست دویمې انځور.
په کابل کې د طالبانو د حکومت پولیس د ګزمې پر مهال - د اګست دویمې انځور.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې په کابل کې یې په یوه کور کې د نښتې پر مهال د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر درېیمه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې طالبانو د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال د پلازمېنې په کارته سخي سیمه کې "پلټنیز عملیات" کول چې له یوه کوره ورباندې ډزې وشوې.

نوموړي ویلي ول چې د پولیسو سرتېرو تر پېښې وروسته په کور کې "تصفیوي عملیات" پیل کړل.

عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې په کارته سخي سیمه کې لومړی پرله پسې ډزې واورېدل شوې چې وروسته کمې شوې.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اګست پر درېیمه ماخوستن مهال مشال راډیو ته تایید کړه چې د هغه کور په شاوخوا کې جګړه تر ماښامه روانه وه چې پکې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې. ده وویل، په نښته کې د طالبانو دوه پولیسان وژل شوي او څلور ژوبل دي.

هلته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې نښتې پر مهال د داعش ډلې څلور وسله وال وژل شوي او یو کس یې ژوندی نیولی دی.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د طالبانو د حکومت د چارواکو د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په کارته سخي سیمه کې د اګست درېیمې نښته شاوخوا ۱۰ ساعته روانه وه.

دا پېښه پر داسې مهال شوې چې د اګست پر لومړۍ نېټه امریکايي ولسمشر جو بایډن وویل چې د کابل په شېرپور سیمه کې یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

دالقاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په کابل کې ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

د طالبانو حکومت هم د جولای پر ۳۱مه په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید تایید کړی وو خو ویلي یې ول چې وداني خالي وه او پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. پر هم هغه ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې هم چاودنه شوې وه چې مرګژوبله یې نه وه اړولې او طالب چارواکو یې هم په اړه څه نه ول ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر لومړۍ نېټه د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه خو په بیان کې یې د القاعدې یا ظواهري یادونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ظواهري په مشرۍ القاعدې ډله له طالبانو سره نېږدې تعلقات پالي. په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.

ظواهري د ۲۰۱۱ز کال په مې میاشت کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د القاعدې ډلې مشر شو.

د شېرپور تر برید دوه ورځې مخکې د جولای پر ۲۹مه په کابل کې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د شپږیزې اتلولۍ د سیالۍ پر مهال چاودنه وشوه چې د طالبانو د حکومت له رسمي ارقامو سره سم پکې دوه کسان ووژل شول او ۱۲ ژوبل شول. د کابل په لوبغالي کې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په یوشمېر ولایتونو کې بریدونو ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې. د جون پر ۲۰مه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوه محلي مسوول پر موټر په چاوددنه کې دوه کسان ووژل او د پینځو طالبانو په ګډون ۲۸ تنه ژوبل شول. تر دې دوه ورځې مخکې په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره په وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول. د داعش ډلې خراسان څانګې پر ګوردوارې د وسله وال برید مسوولیت منلی وو.

تر دې مخکې د جون پر ۱۲مه په کونړ، کندوز، بدخشان ولایتونو کې چاودنې او په بلخ کې وسله وال برید وشو چې پکې لږترلږه درې کسان ووژل او ۱۷ ژوبل شول.

د جون پر نهمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې پکې پینځه طالبان او یو ولسي وګړی ووژل شول او یو طالب سرتېری ژوبل شو. تر دې مخکې د جون پر شپږمه په کابل ښار کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شول. د دواړو پېښو ذمه واري چا نه وه منلې.

د مې پر ۲۵مه په مزارشریف کې درې بمي چاودنې وشوې چې پکې طالب چارواکو د لږترلږه ۱۰ کسانو مړینه تایید کړه. د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې خراسان څانګې د هغو چاودنو ذمه واري منلې وه.

پر هم هغه ورځ، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

خو د طالبانو حکومت وايي، د ناامنیو د مخنیوي هڅې کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د داعش ډلې پرضد اقدامات کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جون پر ۱۳مه سهار پر ټوېټر ولیکل چې ځانګړو ځواکونو یې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ ناوخته د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي چې پکې د یوسف په نوم یو قوماندان او یو بل مشکوک وسله وال وژل شوی. مجاهد دعوه کړې چې په عملیاتو کې یې د محمد اغا په نوم یو بل مشکوک وسله وال د نیولو دعوه هم کړې ده.

طالبانو د جون پر ۱۱مه تایید کړه چې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یې د تخار په مرکز تالقانو کې د داعش ډلې د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه کړی او په عملیاتو کې یې د یوه قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون اته تنه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG