د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنریار: نړیوال دې په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو ژوند خوندي کړي


انار کلي هنريار د جون په ۱۸مه په کابل کې د سيکانو پر عبادت ځای تر برید وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې دا برید وغانده. (انځور: ارشیف)
انار کلي هنريار د جون په ۱۸مه په کابل کې د سيکانو پر عبادت ځای تر برید وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې دا برید وغانده. (انځور: ارشیف)

د افغان سیکانو يوې مشرې او د افغانستان د پخواني سېنېټ پخوانۍ غړې انار کلي هنريار پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې په دغه هېواد کې د پاتې افغان هندوانو او سیکانو ژوند خوندي کړي.

انار کلي هنريار دا څرګندونې د جون پر ۱۸مه په کابل کې د سيکانو پر عبادت ځای تر برید وروسته له مشال راډيو ته په مرکه کې وکړې.

نوموړې وويل چې دوی د سيمې د استخباراتي لوبو قرباني شوي او نړۍ بايد د افغان مذهبي لږکيو د حفاظت لپاره ګامونه واخلي.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۱۸مه په کابل کې شوي دې برید، د طالبانو په وینا، دوه تنه ووژل او اووه یې نور ټپي کړل.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش د خراسان څانګې په کابل کې د سېکانو پر ګوردواره د دې برید مسولیت منلی دی.

دې ډلې د ټليګرام چېنل له لارې د دغه برید د مسولیت اخیستو په بیان کې ویلي چې دغه برید یې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی دی.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې اشاره ښایي د اسلام د پېغمبر په اړه د هندي حکومت د یوه ویاند هغه وروستۍ څرګندونې وې چې د افغانستان په شمول د نړۍ اکثره اسلامي هیوادونو غندلې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تر د جون پر ۱۸مه تر برید وروسته رسنيو ته ويلي چې د مذهبي لږکيو د امنيت لپاره به ګامونه اخلي.

په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای شوي برید ګڼ شمېر سیمه ییز او نړیوال غبرګونونه پارولي‌ دي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټ ورکوونکي ریچارډ بنیټ دا برید وغاندی.

نوموړي د جون پر ۱۹مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې "هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند او عبادت وکړي."

بنیټ زیاته کړې چې د دې بریدونو د څېړنې، د اسنادو وړاندې کولو او حساب ورکولو په ګډون عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم دې برید ته په غبرګون کې پر ټویټر ولیکلي چې "د دې بزدلانه ترهګر برید له کبله یې سخت ټکان خوړلي دي."

په افغانستان کې پر افغان سيکانو او هندوانو پخوا هم بریدونه شوي دي خو د دوی ډېری خلک د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې له هغه وروسته، نورو هېوادونو ته کډه شول چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

XS
SM
MD
LG