د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګڼو افغانانو د وژل شوي دیني عالم په جنازه کې ګډون وکړ


د جولای پر ۱۴مه د شیخ ثاقب جنازې ته ګڼ کسان ورغلي ول.
د جولای پر ۱۴مه د شیخ ثاقب جنازې ته ګڼ کسان ورغلي ول.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ګڼو خلکو د یو نومیالي ديني عالم شيخ سردار ولي ثاقب په جنازه کې ګډون کړی دی.

نوموړی د جولای پر ۱۳مه په کابل کې په خپل کور کې وژل شوی دی او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.

په جلال اباد کې د نارنج باغ دارالعلوم یو استاد شیخ احمد شاه د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته ویلي چې "نامعلومه کسانو" ثاقب د جولای پر ۱۳مه "ناوخته په خپل کور کې په مرموز ډول" وژلی دی.

مولوي سردار ولي ثاقب د اوږدې مودې لپاره په جلال اباد ښار کې د نارنج باغ په نوم په مدرسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او زرګونه شاګردان یې لرل.

د جولای پر ۱۴مه په ننګرهار کې د ختیز ولایتونو ګڼ اوسېدونکي د هغه سلفي دیني عالم جنازې ته ورغلي ول.

تر اوسه معلومه نه ده چې شیخ ثاقب چا او ولې وژلی. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي د شیخ سردار ولي ثاقب د وژنې په تړاو يې پلټنې پیل کړي دي.

د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل، "د شیخ سردار ولي د شهادت د قضیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی، چې له تېرې شپې (جولای ۱۳مې) راهیسې يې خپلې څېړنې پیل کړي دي."

مولوي سردار ولي ثاقب د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی وو، شاوخوا ۴۰ کلن وو او په دیني علومو، په ځانګړي ډول، د قران او احادیثو په برخه کې یې پراخې زده کړې کړې وې.

تر نوموړي مخکې، د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال هم په بېلابېلو وختونو کې دینې عالمان په نښه شوي دي. مولوي سمیع الله ریحان، په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی، په جلال اباد کې د نارنج باغ مدرسې استاد رحمت شاه، په کابل کې د شېرشاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح او د کابل د عالمانو د شورا رییس عبدالبصیر حقاني هغه نومیالي دیني عالمان دي چې په تېرو کلونو کې ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG