د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د طالبانو یو نومیالی دیني عالم وژل شوی دی


په کابل کې یو طالب سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کابل کې یو طالب سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې نومیالی دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني وژل شوی دی.

د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټوېټر په بیان کې د اګست ۱۱مې په برید کې د حقاني وژنه تایید کړې ده.

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ویلي چې په ځانمرګي برید کې د رحیم الله حقاني ترڅنګ د نوموړي ورور او درې طالب زده کوونکي وژل شوي دي. تر دې مخکې سرچینو ویلي ول چې په برید کې د حقاني په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

څلور طالب چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بریدګر په پښه ګوډ وو او چوونکي مواد یې په مصنوعي پښه کې ایښي ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې ده.

شیخ رحیم الله حقاني د ننګرهار اوسېدونکی وو چې د طالبانو مهم پلوی او د حنفي مذهب مشهور عالم بلل کېده.

تر دې مخکې نوموړی دوه ځلې له حملو روغ وتلی وو. په ۲۰۲۰ز کال کې د خیبر پښتونخوا له پېښور سره نېږدې د حقاني د وژنې په هدف په یوه بمي برید کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي ول.

حقاني په افغانستان او په خیبر پښتونخوا کې سلګونه شاګرادان لرل.

دا په داسې حال کې ده چې په جولای کې په کابل کې یو بل نومیالی دیني عالم سردار ولي ثاقب په خپل کور کې په "مرموز" ډول وژل شوی وو.

له دې پرته په وروستیو کې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې په بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو حکومت وايي، د اګست پر شپږمه د کابل په پل سوخته سیمه کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول. تر دې یوه ورځ مخکې هم په کابل کې د اهل تشیع له یوه استوګنځي سره په یوه چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان شوي ول. پر اهل تشیع د دواړو حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په وروستیو کې یې د هغې ډلې د مشکوکو وسله والو د نیولو او وژلو دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG