د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي دي


په کابل کې د طالبانو د حکومت سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کابل کې د طالبانو د حکومت سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په کابل کې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور یې ټپي کړي دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي، چاودنه د اګست پر شپږمه د ښار د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې شوې ده.

امنیه قوماندانۍ د اګست شپږمې شپې مهال رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې چوونکي مواد په یوه ګلدان کې ایښي ول.

بلخوا رویټرز اژانس د عیني شاهدانو او روغتیايي مسوولانو له خولې لیکلي چې په چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۲۲ ژوبل دي. خو د طالبانو حکومت وايي، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د برید ذمه واري د وسله والې ډلې اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې ده.

دا په تېرو دوو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې د داعش دویمه چاودنه ده چې پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. تر دې وړاندې د اګست پر پینځمه هم په کابل کې د چاودنې له امله ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG