د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک لار د خلکو تګ راتګ لپاره خلاصه شوه


د چمن لار د مارچ له پیله تړلې وه - پخوانی انځور
د چمن لار د مارچ له پیله تړلې وه - پخوانی انځور

د بلوچستان یو صوبايي وزیر وايي، حکومت د اګست پر ۲۱مه د چمن او سپین بولدک ترمنځ لار د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیسته.

د کروندګرۍ چارو صوبايي وزیر زمرک خان اڅکزي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د لارې پرانیستو په اړه تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، اوس به خلک د اوونۍ اووه ورځې پر چمن – سپین بولدک وره تګ راتګ کولای شي.

اڅکزي زیاته کړه چې د دواړو لوریو خلک پر دې لار پلی یا پیاده تګ راتګ هم کولای شي.

تر دې مخکې حکومت پر پلي تګ راتګ بندیز لګولی وو چې له وجې یې پر پوله ورځني مزدوري کوونکي بېروزګاره شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۱مه د بلوچستان صوبايي حکومت ویلي ول چې لار به ژر پرانیزي.

اخوا د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د لارې پرانیستو پرېکړې په اړه د اګست پر ۲۰مه د افغانستان او پاکستان چارواکو پر صفري نقطه غونډه وکړه.

د لار تړل او پر ضد یې پرلت

د چمن او سپین بولدک ترمنځ لار د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه تړل شوې وه.

په مې کې پر دې لار محدوده سوداګري پیل شوه خو خلکو ته ورباندې د تګ راتګ اجازه نه وه چې پر ضد یې د چمن اوسېدونکو، سوداګرانو، ځايي سیاستوالانو او پر پوله ورځنۍ مزدوري کوونکو احتجاجي پرلت پیل کړ چې تر څه د پاسه دوو میاشتو روان وو.

په جولای کې حکومت د اختر لپاره د لارې پرانیستو اعلان وکړ او بیا د جولای پر ۳۰مه چې خلک دواړو خواوو ته ورغونډ شول چې له پولې واوړي نو چارواکو ورته اجازه ورنکړه چې له وجې یې خلکو احتجاج پیل کړ.

پر چمن تاوتریخوالی او ډزې

د بلوچستان حکومت په وینا، د مظاهرې پر وخت ځینو خلکو د کورونا وایرس ناروغانو لپاره د قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې چې په غبرګون کې یې اېف سي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې د افغان چارواکو په وینا، د سپین بولدک لوري ته رهایشي سیمه هم ولګېده.

د دې له وجې د دواړو خواوو سرتېرو ترمنځ نښته هم وشوه.

د بلوچستان او افغانستان چارواکي وايي، په ډزو او تاوتریخوالي کې د دواړو خواوو ۲۱ کسان ووژل او شاوخوا ۱۰۰ ژوبل شول.

تر هغې وروسته د بلوچستان چارواکو له پرلتوالو سره خبرې وکړې او ناسته پای ته ورسېده.

د قانوني اسنادو له لارې تګ راتګ

د اګست ۲۰مې شپې ناوخته په چمن کې د پرلتوالو مشرانو خبري غونډه وکړه.

د ناستې مشر اسلم اڅکزي وویل، د لارې د پرانیستو هرکلی کوي خو پر خلکو یې غږ وکړ چې د تګ راتګ لپاره دې له ځان سره د پاکستان شناختي کارډ او افغانستان تذکره وروړي چې پر پوله یې چارواکو ته وښيي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG