د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره چيان: د چمن بريد کوونکي دې ونيول شي


د چمن په چاودنه کې زخمي شوي کسان تر درملنې وروسته کور ته روان دي
د چمن په چاودنه کې زخمي شوي کسان تر درملنې وروسته کور ته روان دي

د بلوچستان په چمن کې د اګست په لسمه شوې بريد يوه ورځ‌وروسته ځايي خلکو، سياتوالو او مزدورانو مظاهره کړې ده. مظاهره کوونکو د اګست په يوولسمه په خپله احتجاجي ناسته کې له حکومت تحفظ او په بريد کې د ښکېلو کسانو نيول غوښتي دي.

د مظاهرې پر مهال د ځايي‌مزدوارنو اتحادیې مشر امیرمحمد وویل چي حکومت دې د خلکو د خونديتوب له زمه وارۍ سترګې نه اړوي. نوموړي د اګست په يوولسمه مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې حکومت د خلکو د خونديتوب دنده لري نو ځکه دې یې په پوره کول کې ناغيړې نه کوي.

چمن ډېر وړوکی ښار دی. دلته څنګه داسې چاودنې کېدلی شي؟ حکومت ولې ناکامه دی؟
امیرمحمد

هغه وويل: ((اخر دا ښار د چا دی؟ انتظامیه چیري ده؟ لیویز چیري دي؟ ولې چاودنې کېږي؟ که همداسې حال وي‌نو موږ بيا سرکار نه منو.))

اميرمحمد زیاتوي چې که د څوکيدار له دکانونو غلا کېږي او هغه ته پکې زيان نه رسېږي نو بيا خو به خامخا پر څوکيدار پوښتنې راپورته کېږي. ((له دې معلومه شوه چې په څوکيدار کې کار دی. څوکيدار دې سمه څوکيداري وکړي چې زما ځوانان نه پکې مري.))

پر امينتي ادارو دا نيوکې په داسې مهال کېږي چې هغوی ويلي د اګست د لسمې د چاودنې پلټنې يې روانې کړې دي.

دا چاودنه د چمن پر مال روډ په يو موترسايکل کې د ځای پر ځای شوو چاوديدونکو موادو سره شوې ده. په دې بريد کې چې زمه واري يې حزب الاحرار ډلې منلې، ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ زخميان شوي وو. د چارواکو په وېنا د بريد هدف د نشه يي توکو ضد ځواک يو ګاډی وو چې پر دغې لار تيريده. د دې ځواک دوه کسان زخميان شوي دي.

د اګست د يوولسمې په مظاهره کې سياستوال هم شامل وو. په چمن کې د عوامي نېشنل ګوند مشر، منور خان حکومت په امنيت ساتلو کې ناکامه وباله. هغه د اګست په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل: ((چمن يو وړوکی د درې کوڅو ښار دی. دلته خلک د يو بل د کور له حاله لا خبر دي. نو بيا ولې داسې چاودنې کېږي. که امنيتي ادارې ناکامه دي،‌ نو بايد وې مني او استعفا ورکړي.))

مظاهره چيانو دا هم ويل چې د حکومت له خوا تر دې بريد وروسته د افغانستان سره د چمن لارې بندول هم نه مني.

بلخوا د بلوچستان حکومت وياند، لياقت شاهواڼي وايي د چمن بريد په دې معنا نه دی چې وسله وال زورور او دوی کمزوري دي. هغه د اګست په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ د ترهګرو ملا ماته کړې ده. دوی ځيني وخت په ماته ملا هم د بدامنۍ کوښښونه کوي چې بريالي به نه شي. زموږ پلټنې روانې دي او چې هر څوک په دې بريد کې لاس لري، هغه به نيسو او د قانون له مخې به سزا ورته ورکوو.))

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG