د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قریشي د چمن او سپین بولدک د مسلې هواری غواړي


د چمن ور د مارچ له پیله تړلی دی
د چمن ور د مارچ له پیله تړلی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په چمن او سپین بولدک کې باید د تاوتریخوالي او د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډزو پېښه نه وای شوې.

نوموړي د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، هیله من دی چې دا مسله په کرارۍ هواره شي.

قریشي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړي چې د پاکستان او افغانستان چارواکو د چمن او سپین بولدک پر پوله د تاوتریخوالي او ډزو په پېښه کې د دواړو خواوو خلکو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د دواړو خواوو چارواکي وايي، په پېښه کې د چمن او سپین بولدک د وژلیو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او ۷۰ کسان ژوبل دي.

په چمن کې چارواکي وايي، مرګ ژوبله هغه مهال شوې چې د اېف سي سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې.

قریشي وايي د ده افغان سیال حنیف اتمر له موضوع خبر دی
قریشي وايي د ده افغان سیال حنیف اتمر له موضوع خبر دی

تر دې وروسته د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ هم نښته وشوه او د شپې تر ناوخته د ډزو اوازونه اورېدل کېدل.

افغان چارواکي وايي، د پاکستانیو ځواکونو له لوري په سپین بولدک کې پر استوګنیزه سیمه په برید کې نهه کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل دي.

د بلوچستان چارواکو، ملتپاله سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ پر پېښه د خپګان څرګندونه کړې.

قریشي خبري غونډې ته وویلو د بهرنیو چارو وزارت له لارې له افغانستان سره موضوع څاري.

ده وویل، په کابل کې یې "خپل سفیر ته ویلي چې دا مسله تعقیب کړي."

قریشي زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر له موضوع خبر دی نو ځکه هیله لري چې "دا مسله په ښه او ارامۍ سره حل شي."

څه پېښ شول؟

په چمن کې چارواکو د جولای ۳۱مې پر سهار د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې حالات هغه مهال ګډوډ شول چې د جولای ۳۰مې پر مازیګر پرلتوالو د لارې خلاصولو په موخه د چمن او بولدک وره پر لوري لاریون وکړ.

چارواکي تور پورې کوي چې لاریونوال چې دروازې ته ورسېدل نو لومړی یې د کورونا وایرس د ناروغانو قرنطین مرکز ته اور واچاوه او وروسته یې نورو حکومتي ودانۍ زیانمنې کړې.

د دوی په وینا، د احتجاجیانو په غبرګون کې د ملېشې سرتېرو ډزې وکړې.

روغتیايي چارواکي وايي، هغه مهال ورته روغتون ته د یوې ښځې په ګډون درې مړي او ۲۰ ژوبل کسان وروړل شوي ول.

د بلوچستان روغتیايي چارواکو په وینا، په ژوبلو کې یې دوه کسان د جولای پر ۳۱مه مړه شول چې ورسره د وژلیو شمېر پېنځو ته رسېدلی دی.

چارواکي زیاتوي چې تر ډزو وروسته د پاکستان او افغانستان سرحدي سرتېرو هم پر یو بل ډزې وکړې چې د شپې تر ناوخته روانې وې.

افغان چارواکي څه وايي؟

د افغانستان د دفاع وزارت د جولای ۳۰مې شپې مهال ناوخته په یوه بیان کې پر پاکستانیو ځواکونو په سپین بولدک کې پر رهایشي سیمه د برید تور پورې کړی چې په وینا یې پکې نهه ولسي وګړي وژل شوي او ۵۰ ژوبل دي.

په عین وخت کې د کندهار ولایت دفتر د وژلیو شمېر ۱۵ ښوولی دی.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې د افغانستان د پوځ مشر په جنوب کې د ملي اردو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې که بریدونه دوام مومي نو د متقابل عمل لپاره دې چمتو اوسي.

افغان چارواکي هم وايي چې پر چمن بند پاتې خلکو د احتجاج پر مهال کاڼي ورولي او حکومتي تاسیساتو ته یې نېږدې اور اچولی چې په غبرګون کې یې د چمن له ملېشې ځواک سره نښته وشوه.

د لارې تړلو ضد پرلت

د پاکستان چارواکو د جولای پر ۲۲مه ویلي ول چې تر اختره د چمن ور یوازې د سوداګرۍ لپاره پرانیزي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دا لار حکومت د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه وتړله.

د پاکستان حکومت په اپرېل کې د تورخم او په جون او جولای کې یې د غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې لارې پرانیستې.

چمن لار د مارچ له پیله تړلې
چمن لار د مارچ له پیله تړلې

چارواکو په جولای کې د چمن لار یوازې د محدودې سوداګرۍ لپاره هم پرانیسته.

د دې لار د تړلو پر ضد له څه د پاسه دوو میاشتو راهیسې پرلت روان دی او کاروباریان، ټرانسپورټران او له پولې سره نېږدې مېشت خلک وايي چې حکومت دې بې له قید و شرطه ورته پر چمن – بولدک وره د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د بلوچستان چارواکو دریځ

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د جولای ۳۰مې مازیګر پر پېښه خپګان ښوولی او ویلي یې دي چې مظاهره کوونکو د قرنطین مرکز سوځلی او د پاکستان د شناختي کارډونو (نادرا) ودانۍ یې زیانمنه کړې.

نوموړي تر پېښې وروسته په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې د چمن او سپین بولدک لار یې د ترهګرۍ مخنیوي په موخه تړلې.

ده زیاته کړه چې تېره اوونۍ یې د لارې بندېدو پر موضوع په چمن کې له ټولو خواوو سره خبرې کړې دي او د لارې تړلو له وجې په لېویز، ملېشې او پولیسو کې د بې روزګاره شویو کسانو د ګمارنې بهیر په تېزۍ روان دی.

غبرګونونه

په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي ملا بهرام د جولای پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل، سلګونه کسان د زیارت (پنجشبنې) پر ورځ له کوټې چمن ته رسېدلي ول چې د اختر لپاره کورونو ته ولاړ شي خو هلته موجودو چارواکو یې پر مخ ور وتاړه.

ده د تاوتریخوالي پر پېښې خپګان وښود او زیاته یې کړه چې د پنجشنبې پر سهار یې د کلا عبدالله له انتظامي مشر بشیر بړېڅي سره ولیدل او ورڅخه یې د لارې پر پرانیستو خبرې وکړې، خو هغه ورته وویل چې د پرلت تر ختمولو لار نشي پرانیستای.

مشال راډیو له بړېڅي سره په خبرو بریالۍ نشوه.

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي دفتر تر پېښې وروسته په یوه بیان کې ویلي چې سرتېرو پر بې ګناه خلکو ډزې وکړې چې له وجې یې مرګ ژوبله شوې.

اخوا د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر او د بلوچستان صوبايي واکمن اېتلاف غړي اصغر خان اڅکزي هم د ډزو او تاوتریخوالي پر پېښه خواشیني ښوولې.

نوموړي له خلکو څخه د ارام اوسېدو غوښتنه کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG