د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ـ سپين بولدک لاره له پرانيستلو وروسته بيا تړل شوې


په چمن کې ګڼ کسان سپين بولدک ته د اوښتو په انتظار دي (ارشيف)
په چمن کې ګڼ کسان سپين بولدک ته د اوښتو په انتظار دي (ارشيف)

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپين بولدک او چمن لاره نن (د اګست پر څلورمه) د سهار له اتو بجو څخه بيا د مازيګر تر پينځو بجو پورې د ولسي تګ راتګ لپاره پرانيستې وه او د پخوا په څېر ګڼ کسان يوې او بلې خوا ته واوښتل.

د چمن اسيسټېنټ کميشنر ذکاوالله دراني د اګست پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د لارې خلاصېدو پرېکړه د اګست پر درېيمه په سرحدي دروازه کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د "فلېګ ميټينګ" غونډې پر مهال وشوه.

نوموړي زياته کړه چې دا لاره يوازې د ولسي ټرانسپورټ پر مخ پرانيستې وه او د تجارتي سامانونو يا ګاډو اوښتو اجازه نه وه.

د دراني په وينا د اګست څلورمې په مازيګر پينځه بجې دا لاره يو ځل بيا تر نامعلومې مودې وتړل شوه خو د هغه په خبره د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ به يو ځل بيا غونډه کېږي او له هغه وروسته به بيا بله پرېکړه کېږي. خو نوموړي دا ونه ويل چې دا غونډه به کله کېږي.

د چمن - سپين بولدک لاره څه وخت وتړل شوه؟

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۰ز کال د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د چمن او سپین بولدک ور وتاړه خو په اپرېل کې یې د محدودې سوداګرۍ اجازه ورکړه.

حکومت په جولای کې یوازې د اختر په ورځو کې د سوداګرۍ په موخه لار پرانیسته.

خو په سیمه کې کاروباریانو، ټرانسپورټرانو، مزدورانو او اوسېدونکو د لار تړلو ضد پرلت وواهه چې څه باندې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

دوی دریځ لري چې بې له قید و شرطه دې ورته پر پوله د تګ راتګ اجازه ورکړي خو حکومت وايي، له قانوني اسنادو پرته پر چمن پوله خلک سفر ته نشي پرېښودای.

په چمن کې څه پېښ شول؟

د بلوچستان چارواکي وايي، لسګونه خلکو د جولای پر ۳۰مه د چمن او سپین بولدک دروازې بندېدو ضد احتجاج کاوه چې هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې د دوی په وینا، مظاهره کوونکو د کورونا وایرس وړجنو قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې.

د دوی په خبره، د اېف سي ځواک سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې پکې د چمن لوري ته پېنځه کسان ووژل او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.

افغان چارواکي وايي، د اېف سي ځواک ډزو پر مهال په سپین بولدک کې ولسي ځايونه او کورونه هم په نښه شوي چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د دې په غبرګون کې د افغانستان سرحدي ځواک د پاکستانیو سرتېرو په ځواب کې ډزې وکړې او نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته روانه وه.

افغان حکومت وايي، د پاکستانیو سرتېرو په ډزو کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۸۰ ژوبل دي.

د پاکستان حکومت غبرګون:

له دې پېښې يوه ورځ وروسته، د جولای پر ۳۱مه، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو په چمن کې له مشرانو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې تر اختر وروسته به د چمن لار بیا پرانیزي.

افغان حکومت د اګست پر لومړۍ، له پاکستان سره د چمن پر پوله د ډزو د پېښې څرنګوالي او په راتلونکې یې د تکرار د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې په چمن او سپین بولدک کې باید د تاوتریخوالي او د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته نه وای شوې. قریشي وايي، هیله من دی چې دا مسله په کرارۍ هواره شي.

د افغان حکومت څېړنيز پلاوی:

افغان حکومت د دې پېښې د څېړنو لپاره يو پلاوی ګومارلی چې مشري يې د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال صدیق ‌الله فهیم کوي او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت او نورو ادارو استازي یې غړي دي.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې چې د اګست پر درېيمه ناوخته خپور شو ویلي چې کندهار ته د پلاوي د سفر موخه د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه، له زيانمنو شويو کورنیو او خلکو سره مرسته او د دې خبرې باوري کول دي چې راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه‌ شي.

XS
SM
MD
LG