د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلت پای ته ورسېد، حکومت د لارې خلاصولو ژمنه وکړه


د چمن او سپین بولدک د وژلیو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او ۷۰ کسان ژوبل دي.
د چمن او سپین بولدک د وژلیو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او ۷۰ کسان ژوبل دي.

په چمن کې د حکومت او مظاهره کوونکو ترمنځ مذاکرات کامیاب شوي او د سیمې د اوسیدوونکو له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهېسې روان پرلت ختم کړی دی.

د چمن او شاوخوا سیمو خلک چې واړه کاروباریان دي او او پخوا به یې هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرڅلاو توکي وړل راوړل، پر پوله د سختۍ او بندېز خلاف یې ۶۲ ورځې وړاندې مظاهرې پیل کړې وې او پرلت یې وهلی وو.

خو د جولاۍ پر ۳۱مه د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر ضیاالله لانګو په مشرۍ له ځايي مشرانو سره و لیدل او ډاډ یې ورکړ چې له اختره وروسته به د چمن سپین بولدک لاره خلاصه کړل شي.

د پرلتوالو غوښتنه ده چې د دغه لارې د پرانیستو تر څنګ دې په پوله جولای پر ۳۰مه د شوې پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن هم جوړ کړل شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان او افغانستان چارواکو د چمن او سپین بولدک پر پوله د تاوتریخوالي او ډزو په پېښه کې د دواړو خواوو خلکو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د دواړو خواوو چارواکي وايي، په پېښه کې د چمن او سپین بولدک د وژلیو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او ۷۰ کسان ژوبل دي.

په چمن کې چارواکي وايي، مرګ ژوبله هغه مهال شوې چې د اېف سي سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې.

په سیمه کې هغه وخت حالات پیچلي شول کله چې د چارواکو په خبره د جولای پر ۳۰مه د مظاهرچیانو او امنیتي ځواکونو په نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله ورسېده.

چارواکي تور پورې کوي چې لاریونوالو د ناروغانو قرنطین مرکز ته اور واچاوه او وروسته یې نوروې حکومتي ودانۍ هم زیانمنې کړې. هغوی وايي په غبرګون کې د ملېشې سرتېرو ډزې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جولای پر ۳۱مه، په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، هیله من دی چې دا مسله په کرارۍ هواره شي.

نوموړي په یاده پېښه د افسوس ښکاره کولو په ترڅ کې ویلي وو چې په چمن او سپین بولدک کې باید د تاوتریخوالي او د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډزو پېښه نه وای شوې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG