د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پېښه: افغانستان له پاکستان سره د غونډې وړاندیز کړی


د جولای پر ۳۰مه د چمن او بولدک پر وره په ډزو کې یو شمېر کسان وژل شوي
د جولای پر ۳۰مه د چمن او بولدک پر وره په ډزو کې یو شمېر کسان وژل شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د چمن پر پوله د ډزو د پېښې څرنګوالي او په راتلونکې یې د تکرار د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

وزارت د اګست پر لومړۍ په بیان کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جولای پر ۳۰مه د پاکستانیو پوځيانو بریدونه غندلي او په اړه ‌یې اندېښنه ښوولې ده.

افغان چارواکي وايي، په بریدونو کې د وژلیو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او ۸۰ کسان ژوبل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې سفارتي حللارې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اغېزناکه تمامېدای شي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې په چمن او سپین بولدک کې باید د تاوتریخوالي او د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته نه وای شوې. قریشي وايي، هیله من دی چې دا مسله په کرارۍ هواره شي.

قریشي خبري غونډې ته وویل، د بهرنیو چارو وزارت له لارې له افغانستان سره موضوع څاري.

ده زیاته کړه، په کابل کې یې "خپل سفیر ته ویلي چې دا مسله تعقیب کړي."

چمن کې څه پېښ شول؟

د بلوچستان چارواکي وايي، لسګونه خلکو د جولای پر ۳۰مه د چمن او سپین بولدک دروازې بندېدو ضد احتجاج کاوه چې هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې د دوی په وینا، مظاهره کوونکو د کورونا وایرس وړجنو قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې.

د دوی په خبره، د اېف سي ځواک سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې پکې د چمن لوري ته پېنځه کسان ووژل او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.

افغان چارواکي وايي، د اېف سي ځواک ډزو پر مهال په سپین بولدک کې رهایشي سیمې هم په نښه شوې چې هغه خوا ته یې هم مرګ ژوبله واړوله.

د دې په غبرګون کې د افغانستان سرحدي ځواک د پاکستانیو سرتېرو په ځواب کې ډزې وکړې او نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته روانه وه.

تر دې پېښې یوه ورځ وروسته، د جولای پر ۳۱مه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو په چمن کې له مشرانو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې تر اختر وروسته د چمن لار بیا پرانیزي.

د لارې تړلو ضد پرلت

د پاکستان چارواکو د جولای پر ۲۲مه ویلي ول چې تر اختره د چمن ور یوازې د سوداګرۍ لپاره پرانیزي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دا لار حکومت د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه وتړله.

د پاکستان حکومت په اپرېل کې د تورخم او په جون او جولای کې یې د غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې لارې پرانیستې.

چارواکو په جولای کې د چمن لار یوازې د محدودې سوداګرۍ لپاره هم پرانیسته.

د دې لار د تړلو پر ضد له څه د پاسه دوو میاشتو راهیسې پرلت روان وو او کاروباریان، ټرانسپورټران او له پولې سره نېږدې مېشت خلک وايي چې حکومت دې بې له قید و شرطه ورته پر چمن – بولدک وره د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دوی وايي، د لار تړلو له وجې ګڼ کسان بې روزګاره شوي دي.

خو حکومت دریځ لري چې بې له قانوني اسنادو پر چمن - سپین بولدک وره د تګ راتګ اجازه نشي ورکولای.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG