د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرېوران: پر تورخم دروازه ستونزو د پینځه زره ټیکسیانو کار په ټپه درولی


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د تورخم ټرانسپورټ اډې ټیکسي ډرېوران وايي چې په دې وروستو کې تورخم دروازه افغان مساپرو لپاره پرانیستل شوی خو د پاسپورټ او ویزې د شرطونو او ځینې نورو محدودیتونو له وجې ډېر کم افغان وګړي پاکستان ته داخلېږي او له دې سره د دوی په کار روزګار ډېر اثر پرېوتی دی.

د تورخم قومي اډې د ریکارډ ترمخه هلته به د ورځې خواوشا پینځه زره ټیکسي ګاډو د پېښور او تورخم ترمينځ په زرګونه مساپر وړل راوړل خو اوس یې کار په ټپه ولاړ دی.

ټيکسي ډرېور راج ولي وايي، شپږ میاشتې دا دروازه بنده وه خو اوس چې خلاصه شوه نو له افغان کورنیو سره ماشومان نه پرېږدي بله دا چې سړي او میرمنې په ویزه هم ډېر په مشکل راپرېږدي. د مساپرو شمېره ډېره کمه ده، هلته یې ځای پر ځای طبي معاینه کېږي. تلاشي یې اخیستل کېږی، سامان یې کتل کېږي او ویزا یې هم ګوري نو له دې سره د مساپرو د راتګ بهیر ډېر سست دی.

راج ولي زیاتوي، په قسطونو یې ګاډي اخیستي دي، اوس یې قسطونه هم نه شي پوره کولی، پخوا چې تورخم دروازه خلاصه وه، ډيره ښه مزدوري به یې کوله خو اوس هېڅ مزدوري نه لري.

یو بل ټیکسیوان الطاف حسېن بیا وايي، یو ګراني زیاته شوې او بل مزدوري نشته: ((زموږ د ګټې وټې یوازینۍ ذریعه د افغانستان سورلۍ وې خو اوس ډېره سختي ده، په آسانه یې پاکستان ته نه راپرېږدي، چې د ګاډي مالک ته د ورځې روپۍ ورکړو نو بیا بچي پکې نه شو ساتلې پکار ده چې د چمن غوندې په تذکرو اجازه ورکړل شي او ماشومان هم ورسره ازاد کړل شي چې زموږ کار ورسره روان شي.))

په پاکستان کې د کورونا کنټرول او څار ادارې (این سي او سي) په امر د تورخم دروازه د مې میاشتې پر پینځمه نېټه تړل شوې وه او د اکتوبر پر ۲۱ نېټه پرانیستل شوه خو یوازې پاکستان ویزه لرونکي افغان وګړي پرې پاکستان ته داخلېدی شي.

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې د وفاقي حکومت په امر یې هلته د پولې سمبالولو پالیسي عملي کړې او د اسنادو پرته هېچا ته اجازه نه شي ورکولی چې پاکستان ته داخل شي او ماشومان به له میندو او پلرونو سره په پاسپورټ او ویزه کې درج وي نو بیا به ورته اجازه ورکوي چې راشي.

دوي وايي ایمرجنسي ناروغان، زده کونکي او مسلکي لوبغاړو ته یې اساني پیدا کړې او پاکستان ته د سفر په وخت ځانګړې سهولت ورکوي.

XS
SM
MD
LG