د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال وايي د غلام خان له لارې پاکستان ته اوښتو کې له ستونزو سره مخامخيږي


د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان په صفري نقطه کې د خپلو ناروغانو د انتقال لپاره له څو ورځو په تمه دي.
د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان په صفري نقطه کې د خپلو ناروغانو د انتقال لپاره له څو ورځو په تمه دي.

د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د غلام خان پر لاره دې د مساپرو او ناروغانو تګ ـ راتګ اسانه شي.

دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په بندر کې په اوونیو، اوونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي.

د خوست د شمل دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکی احمدګل چې د غلام خان په صفري نقطه کې د خپل ناروغ د انتقال لپاره له څو ورځو په تمه دی، له مشال راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو غواړي چې دا ستونزه دې په رسمي توګه د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي.


احمد ګل زیاته کړه: "ناروغ راسره وي، له خوست نه زر افغانۍ ورکوو، دلته راته وايي چې ۴ یا ۵ کسان په نوم پرېږدي، تر ماښام پورې منتظر پاتې کېږو او بیا ناروغ په زر افغانۍ خوست ښار ته وړو، ځکه دلته د شپې ځای نه شته، طالبان باید دا وکړي چې وزیر خارجه دې ولاړ شي او پاکستان سره دې وغږېږي چې ناروغانو ته دا لاره خلاصه کړي، د خوست ډاکټران چې چاته ووايي، دلته مو علاج نه کېږي، نو خلک مجبور دي چې پېښور ته ولاړ شي."

سپین ږیری میرولي جان هم چې خپل ناروغ سره غلام خان بندر ته تللی وايي، ستونزه داده چې په دې لاره لږو خلکو ته د تګ او راتګ اجازه ورکول کېږي، خو ناروغان او ناروغ لرونکي د تلونکو خلکو څو برابره ډېر وي.

ده زیاته کړه، ځینو ناروغانو ته د ډاکټرانو توصیه داوي چې دوی باید درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي، خو دلته بیا په تګ او راتګ کې خلکو ته ډېره ستونزه وي او په اونیو منتظر پاتې کیږي.

بل لوري ته د طالبانو د غلام خان ګمرک مسوولین وايي، د پخوا په پرتله ناروغانو ته په تګ او راتګ کې اسانتیا پیدا شوې، خو دوی په دې هڅه کې دي چې پر دې لاره د پاسپورټ او ویزې پرته د خلکو تګ او راتګ پیل شي.


د غلام خان ګمرک مشر قاري خاندان وايي، په اوس وخت کې د پاکستان لوری هغه ناروغان چې ډېر عاجل وي، لاس په لاس پریږدي، خو نور ناروغان بیا په ترتیب او نوبت سره پرېښودل کیږي.

د ده په وینا، د ورځې تر ۶۰ پورې ناورغانو ته اجازه ورکوي، خو تر ۲۰۰ ډېر ناورغان هره ورځ مراجعه کوي.

قاري خاندان وویل، دوی د پاکستاني مسوولینو سره په خبرو لګیا دي، تر څو افغانان په دې لاره بې ویزې او بې پاسپورټه تګ او راتګ وکړي.

د غلام خان لاره د نورو لارو په پرتله کراچۍ بندر ته خواوشا څلور سوه کلیومتره نږدې ده، خو د خلکو د پرلپسې غوښتنو سره، سره هم تر اوسه د دواړو هېوادونو لخوا رسمي نه ده ترانزیټ شوې.

د خوست خلکو او په دې ولایت کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو غوښتنه داده چې د څو کاله پخوا په شان دې په دې لاره خلکو ته د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG