د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم سختۍ ځايي دوکانداران هم ځپلي دي


د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د پولې سنبالولو پالیسې لاندې یې په تورخم کې سختي جوړه کړې او د بغیر اسنادو چا ته اجازه نه شي ورکولای چې پاکستان ته داخل شي.
د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د پولې سنبالولو پالیسې لاندې یې په تورخم کې سختي جوړه کړې او د بغیر اسنادو چا ته اجازه نه شي ورکولای چې پاکستان ته داخل شي.

د تورخم دواړو غاړو ته اباد بازارونو کې د خوراکي توکو هول سیل دوکانداران وایي چې په تورخم یې د سفري محدودیتونو له وجې پر کاروبار ډير اثر شوی دی.

دوی وایي افغان لورې ته به یې په نیزدې ولسوالیو او کلیو کې سوداګرو ته یو شمیر خوراکي توکي ورلیږل او کار یې روان وو خو اوس له هغه کاروباره محرومه شوي دي.

دوی زیاتوي‌ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ له کمیدو سره د دوی کاروبار هم راکم شوی دی.

د خیبر په لواړګې یا لنډي کوتل کې د خوراکي شیانو یو دوکاندار حجر اسود شینواري مشال راډیو ته وویل، چې تر دې وړاندې به ورسره په دوکان کې وریژې ، غوړي دالونه پراته وو خو اوس مالونه نه راوړي.

ده زیاته کړه ، "شاوخوا لس بورۍ دال راسره خراب شول او په دوکان کې پراته دي، افغان سوداګر د سفري محدودیتونو له امله نه شي راتلای، لال پورې، بټي کوټ، غني خیلو، باسول، ډکې ارزاناو، مارکو دې ټولو ځایونو ته به مو مالونه لیږل خو اوس یې څوک نه غواړي."

ده وویل چې افغان سوداګرو به رانه په نغدو هم مالونه وړل او په قرض هم خو اوس نه دوی په اسانه راتلای شي او نه موږ په پور پسې ورتلای شو.

د لواړګې یو بل هول سیل ډيلر ګل محمد شینواری وایي له دوی سره په دې سیمه کې د مزدورانو کار هم اغیزمن شوی او بې روزګاره ناست وي.

ده وویل، "له دې خوا به مو ګوړه، غوړي او وریژې وروړې او له هغې خوا به مو وچه میوه او تازه میوه راوړه خو اوس دا کارونه نشته."

ده وویل، له حکومته غواړي چې دوی ته اساني پیدا کړل شي او د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړل شي او دواړو خواوو قبایلو ته په راهدارۍ کارډونو باندې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان د کورونا د کنټرول او څار ادراې له خوا په تورخم کې د ۲۰۲۱م کال د مې پر ۵ نیټه سفري محدودیتونه لګیدلي وو او افغان وګړو ته یې اجازه نه ورکوله چې پاکستان ته داخل شي خو د اکتوبر پر ۲۱ نیټه یوازې پاسپورټ او ویزه لرونکو افغان وګړو لپاره د تورخم دروازه پرانستل شوه.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د پولې سنبالولو پالیسې لاندې یې په تورخم کې سختي جوړه کړې او د بغیر اسنادو چا ته اجازه نه شي ورکولای چې پاکستان ته داخل شي.

خو په دې وروستو کې تر اتو کالو کم عمر افغان ماشومانو ته اجازه ورکړل شوې چې خپل مور پلار سره د بغیر اسنادو پاکستان ته داخل شي او ایمر جنسي ناروغانو او زده کونکو ته یې هم اساني جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG