د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې د هندوانو زيارت سوځولو پېښه کې په ناغېړي ګڼ پولیس سزا


د سیمې هندوان وايي، دغه زیارت د دوی لپاره یو تاریخي او مقدس مذهبي ځای وو.
د سیمې هندوان وايي، دغه زیارت د دوی لپاره یو تاریخي او مقدس مذهبي ځای وو.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په کرک کې یې د هندوانو زيارت سوځولو په پېښه کې د ناغېړي په کولو يې یوشمېر پولیسو ته سزا ورکړې.

د صوبايي حکومت د اطلاعاتو څانګې د جنورۍ پر ۱۴مه په يو بیان کې ویلي دي چې په ياده پېښه کې د ناغېړي یا غفلت په کولو ۱۸ پولیس اهکارو نوکرۍ یې ختمې کړې دي او د ۵۴ نورو پولیس اهلکارو سروس يې د یو کال لپاره ضبط کړی دی.

تر دې وړاندې پاکستان سپریم کورټ په کرک کې د هندوانو زیارت سوځولو پر پېښه د معطل شویو پولیس اهلکارو په باب ویلي ول چې معطلول غټه خبره نه ده ځکه چې دوی ته به بیا هم سرکاري تنخا مېلاوېږي.

د پروسږ کال (۲۰۲۰) د دسمبر پر ۳۰مه نېټه د کرک ضلعې په ټېرۍ سیمه کې ځینو بلوه ګرو د هندوانو یوه سپېځلي زیارت ته اور واچاوه.

پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو هم چلېده چې پکې ګڼ ځايي خلک د زیارت ودانۍ ورانوي.

د پاکستان سپریم کورټ د جنورۍ پر پنځمه نېټه د زیارت ورانولو پر پېښه له خپلېمخې ګروږنه (از خود نوټس) کې امر کړی وو چې په کرک کې د وران کړي زیارت د بیا جوړونې پيسې دې د زیارت له ورانونکیو واخستل شي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن هم د ډېسېمبر پر ۳۱ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه پېښې د غندلو تر څنګ ویلي باید د دوی د مذهبي ځایونو د خوندي ساتلو لپاره د پولیسو خاص ځواک جوړ کړل شي.

د اسلامي نظریاتي کونسل پخوانی مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، د داسې پېښو مخې ته راتلل ښکاره کوي چې د مذهبي روادارۍ په اړه د ټولنې پخواني او زاړه قدرونه په ختمېدو دي.

د کرک په ټېري سیمه کېځوانان ډېر په جذباتو کې زیارت ته اور اچوي، او د زیارت وداني ورانوي، نو له دغې مالومیږي چې څومره د خپګان وړ ذهني بدلون راغلی دی.

د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسېمبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان د نړۍ هغو ۱۰ هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

خو پاکستان وایي داسې خبرې ناسمې دي چې ګني په هغه هېواد کې مېشت اقلیتونه مذهبي ازادي نه لري.

XS
SM
MD
LG