د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مندر سپکاوي په تور ګڼ کسان نيول شوي


پخوانی تصوير: په ۲۰۱۴ کال کې د سند په لاړکانه کې هم يو مندر کې بتان مات کړل شوي وو
پخوانی تصوير: په ۲۰۱۴ کال کې د سند په لاړکانه کې هم يو مندر کې بتان مات کړل شوي وو

د پاکستان په سند صوبه کې د اقلیتونو چارو وزير هري رام وايي پولیسو په ګوټکي کې په يو مندر کې د ويجاړي کولو په تور لسګونه کسان نيولي دي.

هغه د سپتمبر په شپاړسمه مشال راډيو ته وويل چې دا پېښه درې ورځې مخکې هغه مهال شوې وه کله چې يو زده کوونکي په خپل استاد نوتن داس د اسلام سپکاوي تور پورې کړ. وروسته ځايي مسلمانانو په سايين سادرام مندر کې چوکۍ ماتې او بتانو ته زيان واړاوه.

هري رام زياتوي: ((ډېر ښکېل خلک نيول شوي دي. ايف، آيي، آر هم درج شوی دی. د دې نقصان ازاله به کوو. اوس چې ماته کوم رپورټ راغلی په هغه کې راغلي چې دغه زده کوونکي ويلي جذباتي شوی وو نو ځکه يې په نوتن داس الزام لګولی دی. موږ د مذهب سپکاوي مخنيوي قانون غلط استعمال مخنيوي لپاره د وفاقي حکومت سره خبرې کړې دي. ټولو ګوندونه بايد تر يوې ګډې پريکړې وروسته په دې قانون کې بدلون وکړي. موږ نه غواړو چې داسې مسايل بيا رامخې ته شي.))

په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوي پاکستان ته، د مذهب سپکاوي د مخنيوي قانون (Blasphemy Law) له انګريزانو پاتې وو. خو د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ د پوځي آمر، جنرل ضياالحق په حکومت کې د نوو مادو په زياتولو سره دا قانون ډېر سخت شو. د دې قانون ترمخه د هر مذهب سپکاوي کوونکي ته سزا ورکول کېدای شي خو زياتره ثبت شوې پېښې ښيي چې ډېری خلک اسلام ته په سپکاوي تورنېږي. که څه هم د قانون له مخې بايد غلط الزام لګوونکو ته هم سزا ورکړل شي خو پاکستان کې ځينو کيسونو کې هغو خلکو ته سزا نه ده ورکړل شوې چې بې ځايه تورونه يې پورې کړې دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن مشر، مهدي حسن وايي دا قانون بايد بدل شي. هغه د سپتمبر په شپاړسمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې اسلام او پر خلکو د ملايانو اغېز د سیاست لپاره کارېږي چې له وجې يې مسلمانان د نورو مذهبونو خلک دويمه درجه وګړي ګڼي او زيان ورته رسوي. ((مذهبي خلک پر ټولنه دومره ډېر اغېز لري چې اوسنی حکومت لکه د تېرو حکومتونو په شان هيڅ نه شي کولیاو معذرت خواهانه رويه لري. نو دا امېد ساتل چې د ګوټکي مندر ته زیان اړوونکو ته به سزا ورکړل شي، پر ځای هيله نه ده. د مذهب سپکاوي مخنيوي قانون کې بايد داسې بدلون وشي چې خلک يې د خپلو مخالفينو دځپلو لپاره ونه کاروي.))

په پاکستان کې تر ټولو ډېر هندوان په سند صوبه کې دي. د سند حکومت پر ويب سايټ د خپرو شوو شمېرو ترمخه دلته اته اعشاريه پنځه فېصده ابادي د هندوانو ده. په دې صوبه کې په مبيينه ډول تر ټولو ډېرې په زور د هندو جينکو د ودونو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG