د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې د مذهبي ازادیو وضعیت خراب شوی'


د پاکستان احمدیانو ټولنه وايي، پر عبادتځایونو یې بریدونه کېږي. دا انځور په ۲۰۱۸ز کې په سیالکوت کې د احمدیاتو د عبادتخانې تر ورانولو وروسته اخیستل شوی.

د امریکا د مذهبي ازادیو نړیوال کمېشن وايي، په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ حالت نور هم خراب شوی او حکومت په منظمه توګه د مذهب د سپکاوي او د احمدیانو ضد قوانین جوړ کړي او د مذهبي اقلیتونو په ساتنه کې پاتې راغلی دی.

کمېشن د اپرېل پر ۲۱مه په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې په زوره د مذهب بدلولو، د مذهبي سپکاوي مقدمې او د شیعه ګانو، احمدیانو، هندوانو، عیسویانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو پر ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د احمدیانو هدفي وژنې زیاتې شوې او جولای تر نومبر میاشتو دوران د يو پاکستانی توکمه امریکايي وګړی طاهر نسیم په ګډون پینځه احمدیان د مذهب د سپکاوي په تور ووژل شول.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د مذهبي چارو کمېټۍ دا رپورټ رد کړی دی او وايي، لږکي له ټولو مذهبي ازادیو برخمن دي.

د پاکستان لږکي د رپورټ په اړه څه وايي؟

په لاهور کې د احمديانو د ټولنې وياند عامر محمود د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل په رپورټ کې چې د دوی په اړه څه ويل شوي، صحيح دي ځکه چې دوی اوس هم له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، "ورځ تر بله زموږ مشکلات زياتېږي، زموږ د ټولنې د غړو وژنه خو صرف يو اړخ دې زموږ پر ضد چې د کرکې خپرولو کیمپېن موږ ډېر پريشانه کړي يو. په ځينو مارکيټونو کې خو دا هم ليکل شوي چې د احمديانو په داخلېدو بنديز دی. د دې تر څنګ زموږ عبادتخانې په نښه کېږي چې له وجې یې موږ په وېره کې ژوند تېروو. تر اوسه چې هر حکومت راغلی نو زموږ د تحفظ او حقونو لپاره يې هېڅ نه دي کړي او نه موږ په حالاتو کې څه بهتري وليده."

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېشن په رپورټ کې ويل شوي، یوازې د ۲۰۲۰ز په اګست مياشت کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي ۴۰ مقدمې درج شوې وي چې اکثره یې د اهل تشیع پر ضد وې.

د دې تر څنګ په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې۳۰ تنه عيسويان د مذهب د سپکاوي په تور زندانیان شول چې پکې اووه کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

د هندوو نجونو مذهب بدلول

رپورټ وايي، پاکستان مذهبي لږکیو، په ځانګړي ډول هندوانو او عیسویانو ته د تښتونې، په زور د هغوی د دین بدلولو، جنسي تېري او په زور د نجونو د ودولو پېښې هم یو ښکاره خطر وو.

د رپورټ په وینا، په تېرکال کې چې د مذهبي لږکیو کومې نجونه په زور واده شوې وې، پکې یې تر نیمايي زیاتې کم عمره وې.

په پاکستان کې د هندوانو د شورا کونسل پخواني مشر چېلا رام کلواني مشال راډيو ته وويل چې په هغه هېواد کې په عبادت کولو کې له ستونزو سره نه دي مخامخ، خو په زور د هندوو نجونو مسلمانول او بيا یې ودول يوه لويه ستونزه ده.

ده وویل، په پاکستان کې "په زور د مذهب بدلولو مسله شته، هره مياشت زموږ يو شمېر ماشومانې تر تښتونې وروسته په زور مذهب بدلولو ته مجبورېږي. نو موږ د وفاقي حکومت تر څنګ له صوبايي حکومتونو غوښتنه کوو" چې د دې عمل پر وړاندې "قانون جوړ کړي."

رام زیاته کړه چې حکومت دې د قانون عملي کول هم باوري کړي.

د پاکستان حکومت دریځ

په پاکستان کې وفاقي او صوبايي حکومتونو په تېره یوه لسیزه کې د لږکیو د ساتنې یو شمېر قوانین منظور کړي او یا یې پکې بدلونونه کړي دي.

همداراز، د سیند حکومت په زور د هندوانو د مذهب بدلولو ضد هم اقدامات کړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مذهبي چارو قايمه کمېټۍ غړی او د حکمران ګوند پارلېماني استازی جمشېد تامس د امریکا د مذهبي ازادیو کمېشن رپورټ ردوي او وايي، په هېواد کې مذهبي اقلیتونه بشپړه ازادي لري.

د ده په خبره، دا رپورټ ځکه ردوي چې "په رښتيا داسې څه خبره نه شته. تر هغو چې د مذهبي ازادیو خبره ده نو موږ اقليتونه پوره په ازادۍ خپل عبادتونه کوو. دا منفي خبرې ځېنې غېر سرکاري ادارې د فنډونه اخېستو لپاره خپروي او واضحه مثال يې دا دې چې يو هندو يا عيسوی که په کومه شخصي خبره له يو مسلمان سره جنګ وکړي نو دوی يې له مذهبي ازادۍ سره وتړي."

تامس د پیسو اخیستو ثبوت ورنکړ خو دا یې ومنله چې په پاکستان کې په "زور د مذهب بدلولو مسله شته او زموږ حکومت يې د مخنيوي لپاره له پارلېماني غړو جوړه کمېټي" لري چې د له "سپارښتنو سره یې په پاکستان کې په زور د دین بدلولو مخه ونیسي."

تر دې وړاندې، په ډېسېمبر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د مذهبي ازادیو په اړه د "ځانګړې اندېښنې وړ" هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې اسلام اباد یې د اقدام مخالفت وکړ.

اسلام اباد هغه مهال هم ویلي ول چې لږکي له ټولو مذهبي ازادیو برخمن دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG