د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ په کرک کې د هندوانو د زیارت بیاودانۍ امر کړی‌


د سیمې هندوان وايي، دغه زیارت د دوی لپاره یو تاریخي او مقدس مذهبي ځای وو.
د سیمې هندوان وايي، دغه زیارت د دوی لپاره یو تاریخي او مقدس مذهبي ځای وو.

د پاکستان سپریم کورټ په کرک کې د هندوانو د زیارت د بیا جوړولو د کار پیلولو او هغه زیارت ته له زیان رسوونکو څخه د تاوان وصولولو امر کړی.

سپریم کورټ همداراز، د جنورۍ پر پینځمه د پاکستان له حکومته، په ټول هېواد کې د فعالو او غېر فعالو مندرونو او د سیکانو د ګوردوارو په اړه تفصیلي رپورټ غوښتی دی.

د سپریم کورټ چیف جسټس په کرک کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د یو پخواني زیارت د ورانولو او سوځلو د پېښې نوټس اخیستی وو او د خیبر پښتونخوا له حکومته یې معلوماتي او پلټنیز رپورټ غوښتی وو.

د جنورۍ پر پنځمه نېټه د یاد عدالت درې کسیزه جرګګۍ ته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ثناالله عباسي د صوبې چیف سېکرټري ډاکټر کاظم نیاز، د اقلیتونو د کمېشن مشر شعېب سډل او د پښتونخوا سرکاري وکیلان وړاندې شول.

په عدالت کې مشر قاضي ګلزار احمد د هندوانو د زیارت د ورانولو پېښې په مخنیوي کې د پولیسو پر غفلت نیوکې وکړې.

د پولیسو مشر ثناالله عباسي په ځواب کې قاضي ته وویل چې د پولیسو ناغېړۍ هغه هم خپه کړی او پښېمانه دی.

ده وویل، د دوو لوړپوړو پولیس افسرانو (یو اېس پي او یو ډي اېس پي) په ګډون یې د ۹۲ پولیسانو دندې ځنډولې دي او په پېښه کې د ککړتیا په تور یې تر ۱۰۰ زیات کسان نیولي دي.

چارواکو عدالت ته دا هم وویل چې د پښتونخوا حکومت د هغه زیارت د بیا جوړولو امر کړی او لګښت به یې حکومت ورکوي.

خو درې کسیزه جرګګۍ هغوی ته وویل چې د دې پېښې له وجې پر نړیواله کچ د هېواد بدنامي شوې ده او په پېښه کې د ککړ ملا په ګډون له نورو کسانو څخه دې تاوان واخلي.

په کرک ضلعه کې د رامنځ ته شوې دې پېښې خبر په ګڼو نړیوالو مطبوعاتو کې هم راغلی.
په کرک ضلعه کې د رامنځ ته شوې دې پېښې خبر په ګڼو نړیوالو مطبوعاتو کې هم راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې پکې ځايي خلک د هندوانو یو زوړ زیارت ورانوي.

د کرک په ټېري سیمه کې پارېدولیو خلکو د الله اکبر نعرې هم وهلې.

د زیارت پر ورانولو غبرګون

د پاکستان مشر چیف جستس ګلزار احمد د پېښې نوټس واخیست او د خیبر پښتونخوا چيف سېکرېټري او د پېښور پوليسو مشر ته يې د جنورۍ تر څلورمې د رپورټ وړاندې کولو امر وکړ.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن هم د ډېسېمبر پر ۳۱ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه پېښې د غندلو تر څنګ ویلي باید د دوی د مذهبي ځایونو د خوندي ساتلو لپاره د پولیسو خاص ځواک جوړ کړل شي.

د کورمې د پاړه چنار یوه ځایي مذهبي مشر محمد کونین د ډېسېمبر پر ۳۱ مه مشال راډیو ته وویل دوی د کرک د پېښې غندنه کوي او باید مذهبي مشران په ولس کې د زغم او ورورولۍ زیاتولو لپاره کار وکړي.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه د پاکستان د هندو کونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمېش وانکواني مشال راډیو ته وویل دوی ته د وزیراعظم عمران خان او د ګڼو نورو مذهبي او سیاسي مشرانو ټېلېفونونه ورغلي.

د پاکستان حکومت وايي، دغه پېښه په هېواد کې د مذهبي روادارۍ خلاف یو سازش دی او د زغملو وړ نه دی
د پاکستان حکومت وايي، دغه پېښه په هېواد کې د مذهبي روادارۍ خلاف یو سازش دی او د زغملو وړ نه دی

نوموړي ویلي ول، په ټولنه کې د مذهبي لږکیو لپاره له زغم او برداشت سره سره باید د داسې پېښو خلاف د قانون عملي کول هم سخت کړل شي.

د پاکستان علما کونسل مشر او د مذهبي روادارۍ په اړه د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل باید علما د مذهبي روادارۍ د خورولو لپاره د منبر او محراب استعمال وکړي.

ده وویل، ''دا ډېره ضروري خبره ده، یوازې خطبه کې نه بلکې دیني علما باید په هر فورم او ځای کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره کار وکړي، دا یوه ډېره غلطه پېښه شوې ده،که څه هم وي باید څوک قانون په لاس کې وانخلي،د محراب او منبر استعمال ډېر مهم دی، باید علما په ټولنه کې د برابرۍ او امن پېغام خپور کړي، او ولس ته هم کتل پکار دي،چې که څوک، که هغه مذهبي مشر وي، یا سیاسي او یا له میډیا سره تعلق لري او په ټولنه کې فساد خوروي، نو باید چې خبره یې وانوري، حکومت هم د داسې خلکو مخنیوی کوي.''

د اسلامي نظریاتي کونسل پخوانی مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، د داسې پېښو مخې ته راتلل ښکاره کوي چې د مذهبي روادارۍ په اړه د ټولنې پخواني او زاړه قدرونه په ختمېدو دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل: ''د ضیاءالحق د دور وروسته حالات بدل شول، تر دې وړاندې به زموږ په سیمو کې د مختلفو مذهبونو منونکي ډېر په امن او له یو بل سره په مینه اوسېدل. په ۱۹۶۵ کې د پاکستان او هند تر جنګ وړاندې به زما نیکه ته له هنده خطونه راتلل، نو ما به د خپل نیکه له اړخه په هند کې د هغه دغو هندي دوستانو ته ځوابونه لیکل، خو اوس حالات ډېر بدل شول، زموږ ځوان کهول هم خبرو ته فکر نه کوي. د کرک په ټېري سیمه کېځوانان ډېر په جذباتو کې زیارت ته اور اچوي، او د زیارت وداني ورانوي، نو له دغې مالومیږي چې څومره د خپګان وړ ذهني بدلون راغلی دی.''

د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسېمبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان د نړۍ هغو ۱۰ هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

خو پاکستان وایي داسې خبرې ناسمې دي چې ګني په هغه هېواد کې مېشت اقلیتونه مذهبي ازادي نه لري.

د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه په کرک کې د زیارت د ورانولو د پېښې غندنه کړې وه او لیکلي دي چې دغه پېښه په هېواد کې د مذهبي روادارۍ خلاف یو سازش دی او د زغملو وړ نه دی، قادري لیکلي چې په هېواد کې د اقلیتونو د مذهبي ازادۍ تحفظ یې دیني، اییني، قامي او اخلاقي فرض دی.

XS
SM
MD
LG