د لاسرسي ځای

تازه خبر

نظرپوښتنې: د قازقستان اکثرو رایې اچوونکو د اییني بدلونونو ملاتړ کړی


په الماتې کې یوه ښځه په ټولپوښتنه کې رایې اچونې پر مهال - د جون پینځمې انځور.
په الماتې کې یوه ښځه په ټولپوښتنه کې رایې اچونې پر مهال - د جون پینځمې انځور.

نظرپوښتنې ښیي چې په قازقستان کې تر ۷۰ فيصدو زیاتو هغو خلکو د اییني بدلونونو د وړاندیزونو ملاتړ کړی دی چې د جون پر پینځمه یې په ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې.

د هراړخیزو ټولنیزو څېړنو ادارې ویلي چې نظر پوښتنې ښيي چې ۷۶.۷ سلنه رایه ورکوونکو بدلونونه منظور کړي دي.

بلخوا څېړنیزې ادارې کوګامدیک پېکي ویلي چې د هغوی د نظر پوښتنې له مخې ۷۴.۸ فیصده خلک د اصلاحاتو په حق کې ول.

د رایې اچونې تر ختمېدو وروسته د ټولپوښتنې مرکزي کمېشن ویلي چې د رایې اچونې شرح ۶۸ فيصده وه. په دې کې په بهر هېوادونو کې د مېشتو قازقانو رایې نه دې شمېرل شوي.

د قازقستان په ایین کې د شاوخوا ۵۶ بدلونونو وړاندیزونو په اړه ټولپوښتنه تر هغې وروسته شوې چې هغه هېواد د جنورۍ په میاشت کې له خونړیو ناکراریو سره مخامخ شو او پر واک د قازقستان د لومړي ولسمشر نورسلطان نظربایېف اوږدمهاله کنټرول پای ته ورسېد.

نظربایېف په ۲۰۱۹ز کال کې تر استعفا وروسته قاسم جومارت توقایېف د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه.

دې ټولپوښتنې ته د ۶۹ کلن توقایېف د هغې یوې هڅې په توګه کتل کېږي چې د نظربایېف تر تقاعد (رېټایر کېدو) یا د واک مودې ختمېدل رسمي کړي او له سیاسي ډګره د هغه وتل یقیني کړي.

د قازقستان ولسمشر د اپرېل پر ۲۹مه پارلېمان ته په وینا کې پر اییني اصلاحاتو د ټولپوښتنې وړاندیز کړی وو خو هغه مهال یې نېټه نه وه ښوولې.

قاسم جومارت توقایېف هغه مهال زیاته کړې وه چې په هېواد کې وروستۍ ټولپوښتنه په ۱۹۹۵ز کال کې شوې وه چې اوسنی اساسي قانون یې منظور کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG