د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قازقستان لاریونونو کې ۱۶۴ تنه مړه په زرګونه ګرفتار


په قزاقستان کې لاریونونه د جنورۍ په پیل کې شروع شول - د ارشیف انځور
په قزاقستان کې لاریونونه د جنورۍ په پیل کې شروع شول - د ارشیف انځور

د قازقستان چارواکي په هغه هېواد کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې تر ۶۰۰۰ پورې کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه عملیات د پراخ تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي چې قازقستان یې د خپلې خپلواکۍ راهیسې په ۳۰ کلونو کې ساری نه دی لېدلی.

د قازقستان د کورنیو چارو وزارت په یکشنبه وویل چې تراوسه لږترلږه ۵۹۶۹ کسان نیول شوي دي.

د قازقستان د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې وویل چې تراوسه لږترلږه ۵۹۶۹ کسان نیول شوي دي.
د قازقستان د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې وویل چې تراوسه لږترلږه ۵۹۶۹ کسان نیول شوي دي.

د دې وزارت په وینا په نیول شویو کې ۱۳۳ یې د سختو جرمونو د ترسره کولو تر تور لاندې په حراست کې دي.

د قازقستان د ولاست خبري اژانس د ویبپاڼې د راپور له مخې په قازقستان کې د جنورۍ پر ۵مه د پیل شوې ګډوډي راهیسې د لږترلږه ۱۶۴ کسانو مړینه تاید شوې ده.

د دغې ویبپاڼي له مخې ۱۰۳ تنه د دې هېواد په الماتي ښار کې وژل شوي دي.

د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې د راپور له مخې د جنورۍ پر پینځمه په قازقستان کې د قهرجنو مظاهرو پر مهال پر انټرنیټی او ټېلېفوني خدمتونو د دولتي شرکت قازق ټېلېکام د بندیز له امله ګرانه ده چې د وژنو کره شمېر په خپلواکه توګه تایید شي.

له بلې خوا د قازقستان چارواکي وایي چې حالات یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

د قازقستان د دفاع وزارت مرستیال سلطان کمالیتدینیف له روسي جنرال او قازقستان ته د ګډ امنیتي تړون د سازمان د استول شویو ځواکونو له قومندان اندرې سیردیکوف سره د جنورۍ پر نهمه نېټه په الماتې کې په یوه ګډ ویډیویي بیان کې وویل:"د قازقستان د جمهوریت په قلمرو کې حالات د دولتي چارواکو تر کنټرول لاندې راغلی. غواړم د ګډ امنیتي تړون د سازمان له ګډ سوله ساتي ځواک او له قومندانۍ یې د ورورګلوۍ د مرستې لپاره مننه وکړم."

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د جنوري په ۵مه د مظاهرو له پراخېدو سره په یوه وخت د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو امنیتي تړون له سازمانه د مرستې غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان سمدستي له درې زرو زیات پوځیان چې ډېری یې د روسیې دي، قازقستان ته واستول.

روسي نظامي ځواک چې قازقستان کې له ګډوډیو وروسته دې هېواد ته رسېدلی
روسي نظامي ځواک چې قازقستان کې له ګډوډیو وروسته دې هېواد ته رسېدلی

د ازادې اروپا رېډیو د قازقستان څانګې د راپور له مخې دغه ځواکونه اوس د الماتي د هوایي ډګر، د شوروي د وخت د بایکانورد فضایي اډې چې روسیه ورڅخه فضا ته د توغندیو توغولو لپاره کار اخلي او په دې ښار کې د یوشمېر مهمو دولتي ودانیو په ګډون د مهمو بنسټېزو تاسیساتو ساتنه کوي.

د قازقستان د خبر ۲۴ ټېلېویژني چینل د یکشنبې د ورځې د راپور له مخې د قازقستان په اکثرو برخو کې نظم بیرته ټینګ شوی خو د شپې پر مهال په الماتي کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمینځ بیا نښتې پیل شوي دي.

دغه راز د جنورۍ پر نهمه نېټه په لوېدیځو دوو ښارونو، جاناوزین او اقتاو کې د مظاهره چیانو د کوچنیو ډلو د احتجاجانو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دغو ښارونو کې لاریونونه د جنوري پر دوهمه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پروړاندې پیل شوي چې د هېواد نورو برخو ته په چټکۍ خپاره شول.

په قازقستان کې اعتراضونه د جنوري په دوهمه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې پیل شول
په قازقستان کې اعتراضونه د جنوري په دوهمه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې پیل شول

وروسته دغو لاریونونو بله بڼه خپله کړه او چارواکي د اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو په اړه په خپلو ژمنو کې په پاتې راتلو تورن شول.

د قازقستان رسنیو د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایېف د ویاند ایدوس اوقیبای هغه څرګندونې خپرې کړې چې ویلي یې دي، نظرباییف د جنوري په ۵مه پرېکړه کړې چې د هېواد د امنیتي شورا د عمومي منشي په توګه له خپلې دندې ګوښه کېږي.

د اوقیبای له قوله ویل شوي چې نظرباییف تل د قازقستان، د دې هېواد د وګړو او د قازقستان د راتلونکې د ساتلو د هڅو ملاتړ کړی دی.

نظرباییف د ډسمبر له ۲۸مې راهیسې هغه مهال چې نوموړي د روسیې دوره کړې، په ولس کې نه دی لیدل شوی.

خو اوقیبای د جنورۍ پر اتمه (شنبې په ورځ) په یوه ټویټ کې وویل چې نظربایېف په پلازمېنه نورسلطان کې دی او له خلکو غواړي چې د ولسمشر قاسم جومارت توقایېف ملاتړي شي.

د قازقستان پخوانی ولسمشر نورسلطان نظرباییف
د قازقستان پخوانی ولسمشر نورسلطان نظرباییف

د جنورۍ پر پينځمه ډېر راپورونه خپاره شول چې د قازقستان ولسمشر د دې هېواد د ملي امنیت مشر او د هغه د اوږدې مودې ملګری پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایېف، د قازقستان د ملي امنیت د کمېټې مشر کریم ماسیموف له خپلو دندو لیرې کړي دي.

د قازقستان چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ماسیموف په کور کې نظربند دی او پر خیانت تورن دی.

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه عملیاتو ته دوام ورکوي، چارواکو له خلکو غوښتي چې واټونو/کوڅو ته دې نه راوځي.

د قازقستان ولسمشر توقایېف ویلي، دغه عملیات د ده په خبره د بهرنیو روزل شویو ترهګرو پرضد ترسره کېږي.

د ازادې اروپا رېډيو د قازقستان څانګې د راپور له مخې دغه ځواکونه اوس د الماتي د هوایي ډګر، د شوروي د وخت د بایکانورد فضایي اډې چې روسیه ورڅخه فضا ته د توغندیو توغولو لپاره کار اخلي او په دې ښار کې د یوشمېر مهمو دولتي ودانیو په ګډون د مهمو بنسټېزو تاسیساتو ساتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG