د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قازقستان ولسمشر تر مظاهرو وروسته د حکومت استعفا ومنله


رپورټونه وايي، په الماتې کې د مظاهرو پرمهال د پولیسو ګاډو ته اور هم اچول شوی دی - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پینځمې انځور.
رپورټونه وايي، په الماتې کې د مظاهرو پرمهال د پولیسو ګاډو ته اور هم اچول شوی دی - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پینځمې انځور.

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف تر هغې وروسته د حکومت استعفا منلې چې هلته د ګیس او تېلو په نرخونو کې د خورا زیات لوړوالي له کبله تېرو درو ورځو راهیسې ناکراري روانه وه.

د جنورۍ پر پينځمه په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې ولسمشر توقايېف د قازقستان جمهوريت د اساسي قانون له ۷۰مې مادې سره سم، د حکومت استعفا منلې.

له فرمان سره سم، د وزیراعظم اوسنی لومړی مرستیال عليخان سمایېلوف لنډمهالی وزيراعظم ټاکل شوی دی.

فرمان زياتوي چې د حکومت اوسني غړي د نوي حکومت تر جوړېدو پورې خپلې چارې پرمخ وړي.

تر دې وړاندې، ولسمشر توقايېف د جنورۍ تر ۱۹مې په الماتې، مانګيستاو سيمو او ژنااوزېن کې بېړنی حالت اعلان کړی وو.

د راپورونو له مخې، په الماتې کې هغه وخت امنيتي ځواکونو لوړ غږ لرونکي او تېزې وړانګې خپروونکي لاسي بمونه وکارول چې سلګونو مظاهرچيانو د ښاروال دفتر ته په زوره د ننوتلو هڅه وکړه. دا بمونه وژونکي نه ول بلکې د مظاهرچيانو د وارخطا کولو او تيت و پرک کولو لپاره وکارول شول.

پوليس افسرانو تر هغې وروسته اوښکې بهوونکی ګیس هم استعمال کړ چې د هغوی يوشمېر ګاډو ته اور واچول شو.

د الماتې ښار انتظامي مشر د جنورۍ پر پینځمه سهار وختي په يو بيان کې ويلي چې اوسمهال حالات تر کنټرول لاندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG