د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه له قازقستانه خپل دوه زره کسیزه ځواک بیرته وربولي


قازقستان کې روسي ځواکونه
قازقستان کې روسي ځواکونه

روسیې ویلي دي چې له قازقستانه خپل هغه ۲۰۰۰ کسیزه ځواک باسي، چې دغلته یې د قهرجنو مظاهرو پس د امنیت ساتلو لپاره لېږلی ول.

دا ځواکونه د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیت تړون تر چوکاټ لاندې په قازقستان کې وګومارل شول. په دغه هېواد کې د انرژۍ اوخاصکار د مایع ګېس په سرکاري نرخ کې دوه چنده زیاتولي له خواشینۍ ډک پراخ ولسي لاریونونه راپارول.

د روسیې خبري اژانسونو تر مخه د روسیې د دفاع وزارت نن (جنوري ۱۳) په یو بیان کې ویلي دي چې ځواکونه یې له قازقستانه راوتلو ته تیاری نیسې.

د ګډ امنیت تړون یا سي اېس ټي او د جنورۍ په دولسمه په یو بیان کې وویل چې له قازقستانه د ځواکونو په راایستلو کې به لس ورځې ولګي.

روسیه ددې سازمان مشري کوي او بېلاروس، قازقستان، قرغزستان، ارمنییا او تاجکستان یې نور غړي هېوادونه دي.

د ګډ امنیت تړون ځواکونه تېره اونۍ هغه وخت قازقستان ته ورسېدل چې ولسمشر قاسم جمارت تقایېف په هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ او د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره یې له سازمانه د پوځي امداد خواست وکړ. په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو کره شمېره لا نه ده جوته خو د سرکاري شمېرو تر مخه د تشدد په پېښو کې ۱۶۴ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG