د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قازقستان ولسمشر "د بلوه ګرو د ځای پر ځای ویشتلو" امر کړی


د قازقستان چارواکي وايي، له مظاهرچيانو سره په نښتو کې ۱۸ امنيتي سرتيري او لسګونه بلوه ګر وژل شوي دي.
د قازقستان چارواکي وايي، له مظاهرچيانو سره په نښتو کې ۱۸ امنيتي سرتيري او لسګونه بلوه ګر وژل شوي دي.

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف وايي چې قانون نافذوونکو ادارو ته یې "د بلوه ګرو د ځای پر ځای ویشتلو" امر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په هغه منځني اسیايي هېواد کې د تيلو او ګيس د بیو د زیاتوالي خلاف پينځه ورځې مخکې مظاهرې و پارلېدلې.

توقایېف نن (د جنورۍ پر اوومه) ولس ته په ژوندۍ ټېليویژني وینا کې وویل چې امنیتي سرتېرو ته یې امر کړی چې د نورې ګډوډي رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره دې له اخطار ورکولو پرته ډزې وکړي. نوموړي وویل هغه څوک چې له تسلیمېدو انکار کوي، "له منځه به یووړل شي".

دغه مظاهرې لومړۍ د هېواد په غربي سیمه منګېستاو کې د جنورۍ پر دویمه د اېل پي جي ګېس بيو د دوه چنده زیاتېدو خلاف مخې ته راغلې. وروسته دا مظاهرې د هېواد نورو برخو ته وغځېدې او پکې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنو هم زور واخيست.

توقایېف تور پورې کړ چې په بهر کې تربیه شوې "ترهګرې ډلې" د تاوتریخوالي ذمه وار دي، خو نوموړي د خپلې دې ادعا څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

هغه په خپله وينا کې وویل چې دا به "احمقانه" وي چې حکومت له "مجرمانو او قاتلانو" سره مذاکرات وکړي.

د قازقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۲۶ "مسلح مجرمان" وژل شوي او تر ۳۰۰۰ زیات نور کسان د مظاهرو پر مهال نیول شوي دي. پر دې سربېره ۱۸ پولیس او ملي امنیتي سرتېري هم له مظاهره چيانو سره د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

بلخوا د روغتیا وزارت وايي، روانه اوونۍ د ګیس او تېلو د بیو زیاتېدو پرضد د مظاهرو له پیل راهیسې په تاوتریخوالي کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې ورڅخه یې ۴۰۰ په روغتونونو کې بستر دي.

دا په داسې حال کې ده چې مظاهره کوونکي حکومتي ودانیو ته ورننوتل، ورته یې اور واچاوه او دوکانونه یې ولوټل. د مشال راډیو قازقۍ څانګه د رپورټونو په حواله وايي، په لږ تر لږه دوو نورو وړو ښارونو کې نامعلوم شمېر کسان وژل شوي دي.

په الماتې کې د مشال راډیو د قازقۍ څانګې خبریالان وايي، د جنورۍ پر شپږمه امنیتي ځواکونو، چې ځینې یې په زغره والو ګاډو کې ناست ول، په جمهوریت څلورلاره کې پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې.

د جنورۍ پر شپږمه شپه هم د قازقستان د هغه مرکزي کاروباري ښار په ځینو برخو کې د ډزو او چاودنو اوازونه اورېدل کېدل.

توقايېف تر هغه وروسته وينا کړې چې ټاکل شوې نن (د جنورۍ پر اوومه) د روسیې په مشرۍ د پوځي اېتلاف نور سرتېري پر داسې مهال قازقستان ته ورسېږي چې د مرکزي اسیا په هغه هېواد کې حکومتي امنیتي سرتېري له تاوتریخوالي څخه د ډکو مظاهرو درولو هڅې کوي.

زیاتېدونکي تاوتریخوالي ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د جنورۍ پر پینځمه اړ کړ چې د مسکو په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون له سازمانه غوښتنه وکړي چې هېواد ته داخل شي او وضعیت "ارامه" کړي.

لومړني روسي پوځیان په چټکۍ د الوتکو له لارې هلته ورسېدل او تر هغې وروسته د جنورۍ پر شپږمه ماښام مهال د سازمان له بل غړي بېلاروسه هم سرتېري ورورسېدل.

ټاکل شوې چې ارمنیا او تاجکستان د خپلو سرتېرو ټولي نن (جنورۍ اوومه) واستوي او که د قیرغیزستان پارلېمان یې منظوري ورکړي نو هغه هېواد هم ښايي ځواکونه ولېږدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG