د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قازقستان ولسمشر پر اییني اصلاحاتو د ټولپوښتنې وړاندیز کړی


د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف ولس ته د وینا پر وخت، انځور له ارشیفه
د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف ولس ته د وینا پر وخت، انځور له ارشیفه

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف وړاندیز کړی دی چې پر اییني اصلاحاتو دې په ټول هېواد کې ټولپوښتنه وشي.

د نوموړي دفتر ویلي، هغه دا خبره د اپرېل پر ۲۹مه پارلېمان ته په وینا کې کړې ده.

توقایېف ویلي، ښه به دا وي چې د پارلېمان پر ځای نېغ په نېغه ولس د دې اییني بدلونونو په اړه رایه واچوي.

د هغه په خبره، ټولپوښتنه د یوې مهمې جمهوري ادارې استازیتوب کوي.

د ده په وینا، په هېواد کې وروستۍ ټولپوښتنه په ۱۹۹۵ز کال کې شوې وه چې اوسنی اساسي قانون یې منظور کړی وو.

خو د قازقستان ولسمشر دا نه دي ویلي چې دا اوسنۍ ټولپوښتنه به کله کېږي.

ولسمشر قاسم جومارت توقایېف سږ کال د دې لپاره یوشمېر اییني ترامیم وړاندې کړي دي چې په پرېکړو کولو کې د مرکزي حکومت واک کم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG