د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په باب له پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي سره مرکه


له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په باب له پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د نومبر په لسمه د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند وويل چې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره يې د خبرو اترو لپاره رابطې دي او دواړه خواوې د خبرو اترو پیلولو نه مخکې په ډز بندۍ سلا شوي دي. دا ړومبۍ ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو سره په حکومتي کچه د سولې خبرې اترې کيږي. د راپورونو له مخې تر دې مخکې د وسله والو بېلا بېلو ډلو سره خبرې اترې شوي، د هغې په نتیجه کې لوظنامې شوي، خو بیا دغه لوظنامې ماتې شوي او په هېواد کې د تشدد لړۍ دوام داره پاتې شوې، دغسې یوه هڅه په ۲۰۰۹ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې واکمن عوامي نیشنل ګوند هغه وخت کړې وه چې په سوات کې د ملا فضل الله په مشرۍ طالبانو د شرعي نظام نافذولو اعلان وکړو او په سیمه کې د پاکستان امنيتي ادارو د هغوي پرضد پوځي عملیات پیل کړل، هغه مهال د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر د عوامي نيشنل ګوند امیر حيدر خان هوتي وو. صوبايي حکومت له ملا فضل الله سره د سولې خبرې اترې وکړې او د یوې لوظنامې له مخې په ملاکنډ ډیويژن کې د شرعي نظام نافذولو پرېکړه وشوه، خو د څه وجوهاتو له امله دغه د سولې لوظنامې هغه نتيجې ورنکړې چې د څه تمه کېده. دا مهال امیر حيدر خان هوتي په قامي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر دی، ښاغلې هوتي د نومبر په نهمه په هغه غونډه کې موجود وو چې ورته د پاکستاني پوځ مشرانو د تحریک طالبان پاکستان سره د مجوزه خبرو اترو په اړه صورتحال په ډاګه کړو. زموږ همکار مجید بابر له امیر حيدر خان هوتي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ایا ستاسو ګوند سره حکومت یا امنيتي ادارو په دې اړه له مخکې نه رابطه کړې وه؟

XS
SM
MD
LG