د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان: د قبایلي ضلعو نرسانو پر څوکیو د نورو سیمو کسان ګومارل شوي


فعالان وايي، د روغتونونو پر ټولو څوکیو لومړی حق د قبایلي ضلعو د اوسېدونکو دی.
فعالان وايي، د روغتونونو پر ټولو څوکیو لومړی حق د قبایلي ضلعو د اوسېدونکو دی.

د جنوبي وزیرستان یوه اوسېدونکي دعوه کړې ده چې د قبایلي سیمو په سرکاري روغتونونو کې د هغو ضلعو پر ځای زیاتره نرسان او نرسانې له نورو سیمو څخه ګومارل شوي دي.

امان الله د جون پر ۳۰مه د خپل وکیل په مرسته په پېښور های کورټ کې د ۴۸۱ نرسانو د ګومارنې موضوع چیلېنج کړې ده او ویلي یې دي چې د قبایلي سیمو اوسېدونکو پر دندو د خیبر پښتونخوا د ښاري ضلعو د اوسېدونکو د ګومارنې خلاف دي.

د نوموړي وکیل سجاد مسید د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، پر هغو څوکیو ګومارنې د قبایلي سیمو د اوسېدونکو حق دی. "دا لومړی د قبایلو حق دی نو باید ځایي خلک پکې واخیستل شي. که ټول اهل ځایي خلک برتي شي او د نورو ضرورت وي نو بیا دې د نورو سیمو خلک برتي شي."

مسید زیاتوي چې له حکومتي خبرتیا سره سم، ټولې څوکۍ د قبایلو لپاره اعلان شوې وې.

د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د قبایلي ضلعو په سرکاري روغتونونو کې د نرسانو ټاکلو اعلان کړی وو خو دا کار د ځینو نیوکو له وجې وځنډېد. هغه مهال هم خلکو شکایت کړی وو چې حکومت د نورو سیمو اوسېدونکو ته دندې ورکوي.

یوازې تر ۴۰ پورې کسان له قبایلي ضلعو اخیستل شوي او نور له بندوبستي ضلعو څخه دي. په بندوبستي ضلعو کې تر ټولو زیات د وزیراعلا محمود خان د حلقې (سوات) کسان دي چې شمېر یې تر ۱۷۰ زیات دی.
نبي جان اورکزی

حکومت هغه مهال په خبرتیا کې ویلي ول چې ۱۰۳ نرسان او نرسانې په جنوبي وزیرستان، ۱۰۰ په باجوړ، ۶۸ په شمالي وزیرستان، ۹۵ په خیبر، ۱۰۵ په کورمه، پینځه په مومندو او څلور په اورکزو کې ګوماري.

د اورکزیو یو خبریال نبي جان اورکزی په حکومتي خبرتیا کې راغلي ول چې حکومت به د قبایلي سیمو اوسېدونکي ګوماري.

نوموړي د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، د قبایلي سیمو ګڼو اوسېدونکو درخواستونه دایر کړي ول خو هغوی و نه ټاکل شول. "په ریښتیا هم په دې کې له نورو ضلعو څخه زیاتره برتیانې شوي دي. د نرسانو د ۴۸۱ پوسټونو لپاره ټول ۱،۸۰۰ درخواستونه راغلي ول [چې پکې له] قبایلي ضلعو څخه ۴۷۳ کسانو درخواستونه جمع کړي ول، ډېرو پکې تجربه هم لرله، خو یوازې تر ۴۰ پورې کسان له قبایلي ضلعو اخیستل شوي او نور له بندوبستي ضلعو څخه دي. په بندوبستي ضلعو کې تر ټولو زیات د وزیراعلا محمود خان د حلقې (سوات) کسان دي چې شمېر یې تر ۱۷۰ زیات دی."

د کورمې محمد بنګښ اوسمهال په حلال احمر (سره میاشت) اداره کې کار کوي. نوموړی وايي، د نرس څوکۍ ته غوښتنلیک ورکړی وو خو و نه ټاکل شو. "ما په ۲۰۱۵ز کال کې ماسټري کړې ده، زه اوس په سره میاشت اداره کې کار کوم. تجربه مې شته، د پېښور په روغتونونو کې مې هم کار کړی، په لومړي لېسټ کې مې نوم وو خو په دویم کې نه وو. دا ځکه چې ما د خپل حق لپاره غږ پورته کړ. د ۴۸۱ پوسټونو لپاره د قبایلي ضلعو ۲۰۰ کسانو اهلیت او تجربه لرله [چې پکې] ښځې هم وې. خو دوی هغه وا نه خیستل، او داسې کسان هم پکې برتي شول چې له سره یې نوم هم په میرټ لېسټ (د وړتیا لرونکو نوملړ) کې شامل نه وو."

د خیبر پښتونخوا حکومت تر اوسه په پېښور های کورټ کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي امان الله درخواست په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د صوبايي اسمبلۍ د روغتیايي چارو په کمېټۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یو غړي وویل، حکومت یې له دې مسلې خبر دی.

لیاقت علي خان د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې مسله د قبایلي سیمو د اوسېدونکو له خوښې سره سم، حل کړي.

دی وايي، "که د قبایلو یو کس د نرس د څوکۍ اهل وي" او په ټېسټ کې بریالی شوی وي او نه وي ټاکل شوی "نو دا خو سراسر ظلم دی. خو داسې نه ده. موږ د قبایلو د صحت خیال ساتو، که هلته د یو پوسټ جوګه تن نه وي نو خامخا به د نورو سیمو کسان برتي" کېږي.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې او پکې له هغه وخت راهیسې اصلاحاتي بهیر روان دی. د پاکستان چارواکو هغه مهال ویلي ول چې په پرمختیايي چارو او سرکاري دندو کې به د قبایلي سیمو اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکوي.

XS
SM
MD
LG