د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ سړک په چندو رغېږي


په باجوړ کې د لوی سم او چارمنګ ترمنځ تېر شوی سړک
په باجوړ کې د لوی سم او چارمنګ ترمنځ تېر شوی سړک

پراګ ـ د قبایلي ضلعې باجوړ ځینې مشران او د اپوزیشن ګوندونو مسلم لیګ (ن) او جماعت اسلامي سیاستوالان وایي، د حکومت لخوا د پرمختیایي کارونو د نه کېدو له وجې د ضلعې تر ټولو لوی سړک په چنده رغېږي.

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د باجوړ یو استازی او د جماعت اسلامي سیاستوال سراج خان وایي، د باجوړ د یو عمومي سړک ځینې برخې یې په چنده جوړ کړی او د ځینو د بیا رغونې کار دوام لري.

نوموړي د ډېسېمبر پر نهمه مشال رېډیو ته وویل ضلعي انتظامې د ولس په مرستو په سرک کار پېل کړ.

"دا د باجوړ عمومي او لوی سړک دی. له ډېره وخته پکې کندې وې، خلک د مشکل سره مخ ول. له دې وړاندې عنایت کلي د یو کیلومیټر سړک کندې هم په دې طریقه ټپې شوي دي"

له مامد ګټه تر منډې غځېدلی سړک د باجوړ یو له لویو سړکونو څخه دی. دا د ضلعې له مرکز ښار (خار) او نورو وړو بازاونو تېر شوی او د ضلعې له یو سره بل ته رسېدلی دی.

له دې وړاندې عنایت کلي د یو کیلومیټر سړک کندې هم په دې طریقه ټپې شوي دي
سراج خان

له باجوړه د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی ګل ظفر هم دا مني چې په یاد سړک د ځینو خلکو په شخصي مرسته د بیا رغونې کار شوی خو هغه وایي د ډیسمبر په نهمه د سړکونو جوړلو له محکمې یې بیا جوړونې امر واخیسته.

نوموړی زیاتوي چې د سړکونو صوبايي ادارې په ولسي چنده د جوړېدونکي سړک منظوري ورکړه. دی زیاتوي چې دا ۵۲ کیلومیټره سړک دی.

د ګل ظفر خان په خبره دا کار یې پخوا کاوه خو مشکل پکې دا دی چې سړک له بازارونو او د ګڼې ابادۍ له سیمو تېر شوی او دوی غواړي چې له نوې سره پراخ سړک جوړ کړي خو هغه یې د جوړولو نېټه یاده نه کړه.

قبایل په ۲۰۱۸ز کال کې پر پښتونخوا صوبه ورګډ شول. له دې وروسته هلته د پرمختیایي کارونو لپاره وخت په وخت حکومت اعلانونه هم کړي.

په باجوړ کې د اپوزېشن مسلم لیګ سیاستوال شهاب الدین خان وایي، حکومت د قبایلو د پرمختیا لپاره یوازې اعلانونه کوي خو په عمل کې د هغه په خبره ولسي لارې په چندو جوړوي.

"دا د افسوس خبره ده چې حکومت له خلکو خېرات اخلي او سړک ورباندې جوړوي. دا سیمه جګړې ځپلې او تر بل هر ځای یې حق زیات جوړېږي چې د بیا روغونې کار پکې وشي خو له بده مرغه حکومت په دې کې پاتې راغلی دی."

پر ټولنیزو رسنیو هم د باجوړ ځینې فعالان دا پوښتنه اوچتوي چې که سړکونه په چندو رغیږي نو حکومت څه کوي؟

خو د باجوړ انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر وایي، د سړک د بیا رغونې لپاره یې له ځینو کاروباریانو مرستي اخیستي دي، د هغه په وینا د دغو کاروباریانو لاریو د چلېدو له وجې سړک زیانمن شوی نو ځکه یې ترې مالي مرستې وغوښتې.

عثمان مسود مشال رېډیو ته وویل دا چنده نه بلکې له قانون سره سم عمل دی.

"دوی (کاروباریانو) پخپله یوه کمیټي جوړه کړې او دا (پر سړک) کار کوي. په دې کې د چندې خبره نشته. سپریم کورټ هم په دې اړه پخوا یو امر کړی و. دا ښه حکومتوالي ده چې انتظامیه له مډل ډیپارټمنټ سره په شریکه د ولس د ښیګړې کار کوي."

باجوړ په قبایلي ضلعو کې د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه ضلع ده. هلته په ۲۰۰۸ زکال کې د بدامنۍ پرضد پوځي اپرېشن شوی وو چې له امله یې ودانیو، سړکونو او د ولسي ګټې نورو ځایونو ته زیان اوښتی دی

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG