د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت قبایلو کې د پرمختیايي چارو عملي کولو دویم پړاو پیلوي


په پرمختیايي پروژو کې د څښاک اوبو سرچینو زیاتول هم شامل دي. د خیبر ضلعې دا ماشومان له کوره لیرې اوبو پسې ځي - پخوانی انځور.
په پرمختیايي پروژو کې د څښاک اوبو سرچینو زیاتول هم شامل دي. د خیبر ضلعې دا ماشومان له کوره لیرې اوبو پسې ځي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت په پخوانیو قبایلي سیمو کې په چټکۍ د تعلیم، صحت او څښاک پاکو اوبو د پروژو عملي کولو پروګرام (ایکسلرېټډ اېمپلېمنټېشن پروګرام یا اې ای پي) دویم پړاو اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د پلانونو او پرمختیا ادارې سېکرټر شاه محمود خان د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د دې پروګرام لومړۍ مرحله په درو کلونو کې سر ته ورسېده او اوس دویمه هغه پیلوي.

ده وویل، د دویم پړاو د مالي سرچینو برابرولو لپاره یې خپل وړاندیزونه په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې له نړیوالو مرستندویه ادارو او حکومتي استازو سره شریک کړي دي.

د منصوبه بندۍ او پرمختیا د څانګې سېکرټر وویل چې د دې پروګرام په هره مرحله کې له ځايي مشرانو ، مدني فعالانو او ولسي استازو سره مشورې کوي چې پرمختیايي چارې په سم ډول ترسره شي.

شاه محمود خان زیاتوي چې د قبایلي سیمو ۱۰ کلن پرمختیايي پلان یې په درو پړاوونو وېشلی دی او په دې ترڅ کې د قامي مالیاتي کمېشن هغه ۱۰ اربه روپۍ لګول غواړي چې لا هم وفاقي حکومت صوبې ته نه دي ورکړې.

خو د پرمختیايي چارو پوه ناظم داوړ وايي ، چې په قبایلو کې په پرمختیايي پروژو کې له ولس سره سلا مشوره نه کېږي او د هر څه پرېکړې په اسلام اباد او پېښور کې کېږي.

نوموړی وايي چې که حکومت واقعي پرمختیايي کارونه کول غواړي نو پیسې دې د قبایلو منتخبو استازو ته ورکړي. نظام داوړ زیاتوي چې پروژې هم په سم ډول نه څارل کېږي چې له وجې یې ولس ته ګټه نه رسي.

د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو پر مهال وفاقي حکومت ژمنه کړې وه چې هر کال به په هغه سیمه کې د پرمختیايي کارونو لپاره له قامي مالیاتي کمېشنه ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي خو دا ژمنه لا تراوسه پوره شوې نه ده.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی محسن داوړ وايي چې که هغه ژمنه پوره شي نو د قبایلي سیمو ډېرې ستونزې به هوارې شي.

نوموړی زیاتوي چې چې صوبايي حکومت د قامي مالیاتي کمېشن لپاره د خزانې صوبايي وزیر په مشرۍ یوه کمېټي هم جوړه کړی ده چې تر اوسه غیرفعاله ده.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، له مالياتي کمېشنه د پیسو ورکړې لپاره د ټولو صوبو رضامندي اړینه ده او بلوچستان او سیند صوبې تر اوسه په دې برخه کې هوکړه نه ده کړې.

په قبایلي سیمو کې په تېرو شاوخوا دوه لسیزو کې د ناامنیو او د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو پر مهال نه یوازې لکونه خلک بې کوره شول بلکې پکې انفراسټکچر (بېخبنا) هم زیانمن شو.

XS
SM
MD
LG