د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیمور سلیم جګړا وايي حکومت قبایلو کې د ۳۷ اربه روپیو پرمختیايي کار کړی دی


جګړا وايي د قبایلي سیمو د پرمختیايي چارو لپاره ورته وفاق د پیسو قسط نه دی ورکړی - پخوانی انځور.
جګړا وايي د قبایلي سیمو د پرمختیايي چارو لپاره ورته وفاق د پیسو قسط نه دی ورکړی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر وايي، د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال پر مهال یې په قبایلي سیمو کې ۳۷ اربه روپۍ پر پرمختیايي چارو لګولې دي.

تیمور سلیم جګړا دا خبره د مې پر ۱۲مه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې مالي کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسي او ټاکل شوې چې وفاقي حکومت د نوي مالي کال بودیجه جوړه کړي او قامي اسمبلۍ ته یې وړاندې کړي.

نوموړي پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت ورته د قبایلي سیمو د پرمختیايي چارو لپاره د ټاکلیو پیسو وروستی قسط نه دی سپارلی. "د قبایلي اضلاعو بجټ په تېرو درو کلونو کې [پخواني وزیراعظم] عمران خان شاوخوا درې [چنده] زیات کړ. خو په افسوس وایم چې وفاقي حکومت د قبایلي ضلعو د کال د څلورمې حصې بجټ موږ ته تر اوسه پورې نه دی راکړی. دا ۱۷ اربه روپۍ دي. ۳۷ اربه روپۍ چې زموږ [صوبايي] حکومت [ورکړې] وې هغه لګېدلې دي."

جګړا وویل چې په دې اړه د مالي چارو وفاقي وزارت ته لیک استوي او ورڅخه پیسې غواړي.

وفاقي حکومت د جګړا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو شهباز شریف تر وزیراعظم منتخبېدو وروسته لومړی کورنی سفر شمالي وزیرستان ته کړی وو او هلته یې یوشمېر پرمختیايي پروژې اعلان کړې. نوموړي د اپرېل پر ۲۱مه د هغې قبایلي ضلعې له مشرانو، ځوانانو او فعالانو سره د لیدو پرمهال ډاډ ورکړ چې حکومت به یې په قبایلو کې پرمختیايي کارونو ته دوام ورکوي.

خو په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه د تحریک انصاف پر حکومت دا انتقاد هم کوي چې پر دې سربېره چې ګوند یې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې پر وفاقي کچ واکمن وو، له اسلام اباده د برېښنا د د پیسو د ګټې په اخیستو و نه توانېد. په پاکستان کې تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې صوبايي حکومت یې په وفاق او له هغې لارې په نورو صوبو خرڅوي.

خو جګړا زیاته کړه چې پر دې موضوع وفاق سره هوکړې ته نېږدې شوی وو چې د عمران خان حکومت ړنګ شو.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پخوانیو مخالفه ګوندونو غړو د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه پر عمران خان د بې باورۍ تحریک په حق کې رایه ورکړه او هغه یې دوزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ. تر هغې یوه ورځ وروسته د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شریف نوی وزیراعظم منتخب شو. وزیراعظم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان ته لوی اقتصادي چیلېنجونه ورپېښ دي چې د هواري هڅې یې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG