د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو منظوري


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني

اسلام آباد کې د زیارت په ورځ د سردار آیاز صادق په مشرۍ د قامي اسمبلۍ غونډه کې د قانون او انصاف وفاقي وزیر محمود بشیر ورک د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو ۳۱ آئیني ترمیمي بل وړاندې کړو چې تر د شق وارې منظورۍ وروستو په متفقه توګه منظور کړل شو

د فاټا اصلاحاتو د بل ترمخه به راتلونکیو پنځه کالو پورې له فاټا د قامي اسمبلۍ ۱۲ او د سېنېټ ۸ چوکۍ پرځای وي او د خېبر پښتونخوا صوبايي چوکیو لپاره به راتلونکې کال ټولټاکنې کېږي.

دا شان به له دې روستو د پاکستان د صدر او ګورنر خصوصي اختیارات له فاټا ختم شي او د صوبې د وزیر اعلی اختیارات به وغځول شي او د خېبرپښتونخوا صوبايي قانون به هم وغځول شي.

په یاده قانوني مسوده کې ویل شوي د سپریم کورټ او های کورټ دایره اختیار به هم قبایلي سیمو ته وغځول شي او له دې سره سره به په این ایف سي ایوارډ کې ۱۰۰ اربه روپۍ او د لس کالو لپاره به د ترقیاتي فنډ په مد کې یو ۱۰۰۰ اربه روپۍ هم ورکول کېږي.

پر دې مهال د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي وینا وه چې دا بل یواځې حکومتي بل نه دی بلکې دا د ټولو پاکستانیانو بل دی او دوی نن د یونیم سلو کلونو تاریخ بدل کړ.

د دې ترڅنګ د مخالفو ډلو مشر خورشید شاه دا یو ښه ګام وګرځولو او و یې ویل چې له دې به قبایلو ته لکه د نورو پاکستانیانو په څېر حقونه ترلاسه شي.

د دې بل په اړه د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر او د منصوبه بندۍ ډیپټي چیرمین سرتاج عزیز مشال راډیو ته وویل:

(دا ډېر زبردست کار وشو او دا یو تاریخي بل دی چې نن منظور شو. قبایل به په خېبر پښتونخوا کې ورګډېږي او له دې سره به ډېر حالات ښه شي خو لږ وخت به پرې لګي او له دې سره اوس له قبایلو ایف سي ار هم ختم شو او له دې سره به هلته پرمختګ وشي.)

د ذکر ده له اوله د فاټا اصلاحاتو په حواله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام ف دريځ دی چې په دې معاملې له قبایلو وپوښتل شي او قبایلو ته دې ځانله صوبه ورکړل شي

د بل د منظورېدو پر وخت د یادو ګوندونو غړیو احتجاج وکړ او دا يې د قبایلو پر ضد وګرځولو.

له مشال راډیو سره خبرو کې د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي مولانا جمال الدین وویل چې د دې بل به ډېر نقصانات وي او د دې به د پاکستان سیاسي ګوندونه او حکومت زمه وار وي.

د ده په خبره چې دوی به يې تل د دې عمل مخالفت کوي ځکه چې په دې کې له قبایلو نه دي پوښتل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

(د قبایلو فیصلې هغه کسانو وکړلې چې هغه په پنجاب او سیند کې ناست دي او فاټا يې لیدلې هم نه ده نو دا ډېر ظلم دی او زیاتې وشو څه جرم يې کړې چې فاټا ته خپل حق نه ورکوي. ګوره له دې سره به د سېنېټ او قامې اسمبلۍ چوکۍ راکمې شي او یواځې څوارلس چوکۍ به په صوبايي اسمبلۍ کې ورکړي نو دا څه دي؟ او بله دا چې د خېبرپښتونخوا حکومت پخپله ۳ سوه اربه روپۍ قرضه اخیستې نو دوی به هغه پوره کوي نو قبایلو له به څه ورکړي نو دوی د دې غندنه کوي.)

یاده دې وي دا فاټا اصلاحاتو دا قانوني مسوده به اوس له سېنېټ منظورېږي او له دې روستو به د پاکستان صدر ممنون حسېن ته دلاسلیکولو لپاره لېږي د کومې روستو چې به دا په باقاعده توګه عملي شي.

نور راپورونه

"ګوندونه وېشلي خو پارلېمان به د فاټا ولس په ګټه اقدام کوي"

د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره عملي پلان شته؟

XS
SM
MD
LG