د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر او محسن داوړ پېشي بیا وځنډېدله


علي وزیر او محسن داوړ
علي وزیر او محسن داوړ

د خېبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت پوليسو ته امر کړی چې علي وزير او محسن داوړ دې د جولای پر ۱۸مه عدالت ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه چې نن به د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مشران او پارليماني غړي عدالت ته وړاندې شي خو د پوليسو لخوا د ريکارډ نه جمع کولو له کبله نننۍ پېشي وځنډېدله.

د غورځنګ پلويان او وکيلان وايي چې د دوی د مشرانو کېس بیا بیا ځنډول کېږي.

د غورځنګ يوه مخکښ نديم عسکر نن د جولای پر نهمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د تيرې جون مياشتې پر ۲۵مه نېټه چې کله علي وزير او محسن داوړ په بنو کې عدالت ته وړاندې کړل شول نو هغه وخت هم د ترهګرۍ ضد پوليسو زوړ ريکارډ نه و چمتو کړی.

نوموړی وايي چې د دوی د مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ پېشي یې بیا د روانې جولای میاشتې تر اتلسمې نېټې وځنډوله. دی زیاتوي چې جج صاحب د ترهګرۍ ضد پولیس ته په مخکینۍ ېپشي کې هم وویل چې خپل زوړ ریکارډ به ټول راوړی. او د مقدمه ځکه وځنډېدله چې د سي ټي ډي پولیس ریکارډ بیا نه راوړ.

دغه اوسنۍ پېشي په خړ کمر سیمه کې د سړکغاړې چاودنې په اړه وه. وکیلان وايي د داوړ او وزیر په اړه له عدالته دا غوښتنه هم شوې چې دواړه دې د بنو پرځای په هریپور کې عدالت ته وړاندې کړل شي. خو د پي ټي اېم وکیلان او پلویان وايي چې داوړ او وزیر بیا بیا په بنو کې عدالت ته وړاندې کېږي نو پکار ده چې دوی د بنو زندان کې واچول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول. وروسته د علي وزير او محسن داوړ په ګډون په ګڼو سیمو کې يوشمېر فعالان ونيول شول.

د خړ کمر پر پېښه د پاکستاني پوځ وینا ده چې د پي ټي اېم د دوو مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر پوسته برید شوی وو چې د دوی په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل شول او پنځه عسکر یې ټپيان شول خو د دې دعوې لپاره یې کوټلی ثبوت نه دی راوړی.

XS
SM
MD
LG