د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په چاودنو او وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي، یوشمېر ژوبل


د طالبانو وسله وال د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر شپږمه د کابل پر یوه جومات تر بمي برید وروسته د اېمرجنسي روغتون بهر پهره ورکوي.
د طالبانو وسله وال د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر شپږمه د کابل پر یوه جومات تر بمي برید وروسته د اېمرجنسي روغتون بهر پهره ورکوي.

د افغانستان په څلورو ولایتونو کې په چاودنو او یو وسله وال برید کې لږترلږه درې تنه وژل شوي او ۱۷ ټپیان شوي دي.

د جون پر ۱۲مه په کونړ، کندوز، بدخشان ولایتونو کې چاودنې او په بلخ کې وسله وال برید وشو.

په کونړ او بدخشان کې د طالبانو رېنجر ګاډي د چاودنو ښکار شول. د طالبانو د حکومت چارواکو مشال راډیو ته تایید کړه چې په کونړ کې یې پر رېنجر موټر د مقناطیسي بم په چاودنه کې یو وسله‌ وال وژل شوی او شپږ ټپيان دي. په بدخشان کې هم په ورته پېښه کې یو طالب وسله‌ وال ټپي شوی.

د کندوز په درېیمه ناحیه کې بیا ملکي وګړي د چاودنې ښکار شول چې پکې څلور تنه ټپیان شول.

تر خوا یې په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر په یوه وسله‌ وال برید کې د هوايي ډګر دوه کارکوونکي ووژل شول او شپږ ژوبل شول.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تازه حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پکې د طالبانو د وسله والو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جون پر نهمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې پکې پینځه طالبان او یو ولسي وګړی ووژل شول او یو طالب سرتېری ژوبل شو. تر دې مخکې د جون پر شپږمه په کابل ښار کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شول. د دواړو پېښو ذمه واري چا نه وه منلې.

د مې پر ۲۵مه په مزارشریف کې درې بمي چاودنې وشوې چې پکې طالب چارواکو د لږترلږه ۱۰ کسانو مړینه تایید کړه. د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې خراسان څانګې د هغو چاودنو ذمه واري منلې وه.

پر هم هغه ورځ، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

د طالبانو عملیات

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جون پر ۱۳مه سهار پر ټوېټر ولیکل چې ځانګړو ځواکونو یې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ ناوخته د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي چې پکې د یوسف په نوم یو قوماندان او یو بل مشکوک وسله وال وژل شوی. مجاهد دعوه کړې چې په عملیاتو کې یې د محمد اغا په نوم یو بل مشکوک وسله وال د نیولو دعوه هم کړې ده.

طالبانو د جون پر ۱۱مه تایید کړه چې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یې د تخار په مرکز تالقانو کې د داعش ډلې د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه کړی او په عملیاتو کې یې د یوه قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون اته تنه وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د طالبانو د حکومت د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په ورته وخت کې د ملي مقاومت جبهې چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد جنګېږي، ادعا کړې چې د جون پر ۱۲مه یې د پنجشېر په حصارک کې د طالبانو پر یوې پوستې عملیات کړي او لږ تر لږه ۱۳ طالب وسله‌ وال یې وژلي دي.

خو طالبان بیا دا دعوه ردوي او وايي چې په افغانستان کې یې پر ضد هېڅ وسله‌‌‌ وال مقاومت نه‌ شته. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جون پر ۱۲مه وویل، په هېواد کې یې "د هغو فتنه‌ ګرو پر وړاندې" اقدامات "ډېر جدي او قاطع" دي چې "د نا امنۍ لوري ته خلک هڅوي او یا هم د خلکو امنیت ګواښي."

XS
SM
MD
LG