د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل د کرکټ په میدان کې چاودنې څلور تنه ټپي کړي


څو کاله وړاندې هم د شپږیزې لیک پر مهال له لوبغالی بهر ورته چاودنه شوې وه چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه.
څو کاله وړاندې هم د شپږیزې لیک پر مهال له لوبغالی بهر ورته چاودنه شوې وه چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د شپږیزې کرکټ ټورنامنټ پرمهال په میدان کې شوې چاودنې لږترلږه څلور تنه ټپي کړي دي.

د کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان رسنیو ته په استولې ویډیو پیغام کې ویلي دي چې چاودنه نندارچیانو ته څېرمه وشوه چې له امله یې څلور تنه ټپي شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې چاودنه د لوبغالي دننه د ننداره کوونکو په منځ کې شوې ده.

عیني شاهدانو بیا مشال راډیو ته ویلي چې په پېښه کې د زیانمنو شویو کسانو شمېر زیات دی.

دا چاودنه داسې مهال شوې چې په یاد لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ تر ټولو ستر لیګ شپږیزه سیالۍ روانې دي.

د چاودنې پر مهال د پامیر زلمي او بندامیر ترمنځ لوبه روانه وه چې له لنډ ځنډ وروسته بېرته پیل شوه.
سږ کال د شپږیزه لیګ په سیالیو کې ځیني بهرني لوبغاړي هم لوبیږي.

د یادولو وړ ده چې څو کاله وړاندې هم د شپږیزې لیک پر مهال له لوبغالی بهر ورته چاودنه شوې وه چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG