د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: په افغانستان کې پر ولسي خلکو د بریدونو لړۍ باید ودرېږي


د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۸مه په دې انځور کې په کابل کې په يوه چاودنه کې د سیکانو درمسال ويجاړ شوی ښکاري
د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۸مه په دې انځور کې په کابل کې په يوه چاودنه کې د سیکانو درمسال ويجاړ شوی ښکاري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وايي، د ولسي خلکو د هدف ګرځولو دوامداره حملې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

یوناما دغه څرګندونې په ننګرهار کې د ترسره شوي پروني برید د غندنې په پار یوه بیان کې کړې دي. په دغه بیان کې چې د یوناما پر ټویټر خپور شوی راغلي، چې د جون په شلمه، د ننګرهار ولايت په برید کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکیان ژوبل شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولانو د مشال رېډيو ازادۍ څانګې ته ویلي چې چاودنه د غني خېلو ولسوالۍ په شیرګړ بازار کې د یوه محلي مسوول پر موټر شوې ده. دوی ویلي، په پېښه کې دوه تنه ملکیان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي چې پنځه تنه طالبان هم په کې شامل دي.

د جون په ۱۸مه په کابل کې د سيکانو پر يو درمسال بريد شوی وو چې پکې يو سيک او يو طالب ساتونکی وژل شوی وو. تر دې مخکې هم په ځينو ښارونو کې بريدونه شوي وو چې اکثره قربانيان یې ولسي وګړي وو.

په سملاسي توګه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG