د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو تر اوسه هېڅ مهم ښار نه دی نیولی: جنرال مېلي


په اوروزګان کې وسله وال طالبان له یوه کلي تېرېږي - انځور له ارشیفه
په اوروزګان کې وسله وال طالبان له یوه کلي تېرېږي - انځور له ارشیفه

د امریکا د پوځ مشر وایي، طالبانو د افغانستان شاوخوا نیمایي ولسوالۍ لاندې کړي، خو تر اوسه یې هېڅ مهم ښار نه دی نیولی.

د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې د جنرال مارک مېلي له خولې راغلي، طالبانو د افغانستان له ۴۲۳ ولسوالیو څخه تقریباً نیمایي نیولي دي.

مېلي د جولای پر ۲۱مه په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.

د نوموړي په خبره، هغې وسلې والې ډلې تر اوسه د افغانستان هېڅ مهم ښار نه دی نیولی او افغان ځواکونه د لویو ښارونو د اوسېدونکو د ساتنې په خاطر د تنظیم په حال کې دي.

جنرال مېلي په جون کې ویلي ول چې طالبانو د افغانستان ۸۱ ولسوالۍ نیولې دي.

د امریکا د پوځ مشر مارک مېلي یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه
د امریکا د پوځ مشر مارک مېلي یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه

د امریکا د پوځ مشر مېلي دا اندېښنه هم ښوولې چې د اوسنۍ جګړې د بریا لپاره د افغان ملي امنیتي سرتېرو شمېر کافي نه دی، خو ویلي یې دي، د طالبانو په تناسب یې شمېر ډېر دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په مې کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیل راهیسې په هغه هېواد کې جګړه توده شوې ده.

جنرال مېلي وویل، د افغانستان اوسنۍ جګړې حکومت او امنیتي ځواکونه له ازمېښت سره مخامخ کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په بیا بیا ویلي چې ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع بشپړ توان لري.

د مېلي خبره، طالبانو په خپلو بریدونو کې یو شمېر سیمې لاندې کړي، د سوداګریزو بندرونو کنټرول یې ترلاسه کړی او یو شمېر ښارونه یې کلابند کړي دي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې د جولای پر ۲۰مه د اختر له پیل راهیسې یې وسله وال په دفاعي حالت کې دي.

خو پر دې سربېره د جولای پر ۲۱مه، د هېواد له ځینو سیمو، لکه د کونړ له غازي اباده، د طالبانو د حملو خبرونه راغلي دي. په هغه سیمه کې ولسي استازو ویلي، طالبانو د ملي اردو یو مرکز نیولی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای پر ۲۰مه د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې طالبان د سولې "نیت او اراده" نه لري.

طالبان وایي، د سولې نیت لري، خو ټينګار کوي چې لومړی باید د دوی او امریکا د دوحې هوکړه عملي شي.

د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا په قطر کې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پکې د طالبانو له لوري د امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو ژمنه شوې وه. په هغه موافقه کې دا هم راغلي ول چې طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو له لارې شخړه هواروي.

په هوکړه کې د طالبانو د ټولو بندیانو خلاصون او د بندیزونو له تورو نوملړونو څخه د طالب مشرانو د نومونو لیرې کولو ذکر شوی دی.

افغان حکومت وايي، له هوکړې سره سم یې د طالبانو څه د پاسه ۵،۰۰۰ بندیان خوشې کړل چې تر هغې وروسته باید پر شخړه په بین الافغاني خبرو کې بحث شوی وای.

په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې پیل شوې او دواړو لوریو تر ډېسېمبر پورې څو ځلې ملاقاتونه وکړل خو تر هغې وروسته مذاکرات ودرېدل او تر اوږدې مودې د ځنډ ښکار ول.

تر اوږد ځنډ وروسته د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې بین ‌الافغاني خبرې وشوې چې پکې د سولې بهیر د چټکولو ټینګار وشو.

د افغان پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله. د طالبانو په استازیتوب هم د هغې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرې رهبري کولې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG