د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان کې د تاوتریخوالي درولو غوښتنه تکرار کړه


کابل کې امنیتي سرتېري په راکټ برید کې سوځېدلی ګاډی معاینه کوي - د ۲۰۲۱ز د جولای ۲۰مې انځور.
کابل کې امنیتي سرتېري په راکټ برید کې سوځېدلی ګاډی معاینه کوي - د ۲۰۲۱ز د جولای ۲۰مې انځور.

‎د امریکا حکومت یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

‎د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د جولای پر ۲۰مه ناوخته په خپله یوه خبري غونډه کې وویل د نړیوالې ټولنې د نورو هېوادونو ترڅنګ واشنګټن هم "د سیاسي جوړجاړي او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنونکی" دی.

د پرایس په خبره، دا کار ځکه کوي چې ملکي افغانان د جګړې قربانيان دي. "د ناورین ۲۰ کاله نه‌ کېږي، بلکې ۴۰ کاله کېږي چې د افغانستان خلک تر ډېره حده د هغه خوندیتوب او امنیت څخه بې‌ برخې دي چې دوی یې مستحق دي."

نوموړي وویل، امریکا او نور هېوادونه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

په کندوز کې د جګړو له وجې بې کوره شوې ښځې او ماشومان - د ۲۰۲۱ز د جولای میاشت انځور.
په کندوز کې د جګړو له وجې بې کوره شوې ښځې او ماشومان - د ۲۰۲۱ز د جولای میاشت انځور.

پرایس د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې د جولای ۱۷مې او ۱۸مې ناسته مثبت ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ چې د دې شان خبرو ترڅنګ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره باید ‌‌‌‌‌‌ډېر نور څه هم په عمل کې پلي شي او باید دواړه خواوې ‌‌‌‌‌‌ډېر نور ګامونه هم ژر پورته کړي.

‎نوموړي په کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ (د جولای ۲۰مه) د توغندیو حمله وغندله.

‎په عین وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت هم د اوربند غوښتنه کړې ده.

‎د سفارت پر رسمي ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې "افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې لاسته راوړنې درلودې او غواړي چې د پرمختګ، بشري حقونو او بیان ازادۍ په برخو کې لاسته راوړنو ته دوام ورکړي. موږ غواړو تاکید وکړو چې په تېرو کلونو کې شوي پرمختګونه یوازې هغه وخت دوام کولای شي چې ټولې خواوې په ګډه کار وکړي."

‎هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر معلوم کړو، خو ویاندانو يې زموږ ټېلېفونونو ته ځواب و نه وایه.

خو د جولای پر ۲۰مه افغان ولسمشر د اختر تر لمانځه وروسته په خپل پیغام کې طالبان تورن کړل چې د سولې نیت نه‌ لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختریزې وینا پر مهال - د ۲۰۲۱ز د جولای ۲۰مې انځور.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختریزې وینا پر مهال - د ۲۰۲۱ز د جولای ۲۰مې انځور.

اشرف غني وویل، دا خبره ورته د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کړې ده.

عبدالله د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه په دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات وکړل.

افغان ولسمشر وویل دا چې طالبان د سولې اراده نه‌ لري، نو افغان حکومت هم باید خپل تصمیم ونیسي.

‎خو‎ په قطر کې د طالبانو ‌‌‌‌‌‌د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د جولای پر ۲۰مه مشال را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د اوربند موضوع د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې واضح شوې ده.

نعیم وايي، افغان حکومت منلې چې "د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره به د دوحې هوکړه اصل وي، نو په دې توافقنامه کې د اوربند په اړه خبره راغلي او پکې راغلي چې هغه مهال به بشپړ اوربند پلی کېږي چې کله یو سیاسي تفاهم رامنځته شي، کله چې نوی اسلامي حکومت رامنځته شي بیا به اوربند کېږي."

‎د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا په قطر کې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پکې د طالبانو له لوري د امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو ژمنه شوې وه. په هغه موافقه کې دا هم راغلي ول چې طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو له لارې شخړه هواروي.

له افغانستانه په مې میاشت کې د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیل راهیسې جګړو زور اخیستی دی او طالبانو د لسګونه ولسوالیو نیولو دعوه کړې.

افغان حکومت او طالبان په روانو جګړو کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او د جګړو له وجې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه زره کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG