د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د سولې نیت او اراده نه لري: ولسمشر اشرف غني‌


ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د جولای پر ۲۰مه په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه تر اداینې وروسته په وینا کې کړې دي. 
ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د جولای پر ۲۰مه په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه تر اداینې وروسته په وینا کې کړې دي. 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په طالبانو توندې نیوکې وکړې چې د ده په خبره سولې ته "نیت او اراده" نه لري.

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د جولای پر ۲۰مه په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه تر اداینې وروسته په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل، "نیت او اراده د سولې طالبانو کې نشته. موږ دا هییت (د عبدالله عبدالله په مشرۍ دوحې ته تللی پلاوی) ځکه ولېږو چې یو اتمام حجت وشي. چې په واضح توګه موږ هم نیت د سولې لرو او هم اراده لرو او هم مو سولې ته قرباني ورکړې."

د ولسشمر اشرف غني په وینا، خو طالبان نیت د سولې نه لري او باید په دې اساس موږ خپلې تګلارې جوړې کړو.

ولسمشر اشرف غني د طالبانو د پنځه زره زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې د دې تېروتنې ذمه وار بهرنیان او هغه کسان دي چې ویل یې حکومت د سولې اراده نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې دا ډله د سولې اراده لري او برعکس حکومت یې نه لري.

ولسمشر اشرف غني دا هم وویل چې ایا د پاکستان عمده ګوند او سیاستوال تیار دي چې د طالبانو حکومت ومني؟

ده وویل، "یو پلو د پاکستان چارواکي‌ راته وايي چې طالبان زموږ په ګټه نه دي او بل پلو د پاکستان رسنۍ د طالبانو په ملاتړ تبلیغات کوي"

ولسمشر غني زیاته کړه چې پاکستان دې د افغانستان لپاره طالبان نه غواړي‌ د ځان لپاره دې وغواړي.

پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د جګړې د ملاتړ تورونه همېشه رد کړي دي. دوی دريځ لري چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ لري خو دا د سولې لپاره کاروي.

ولسمشر اشرف غني دا وینا له هغه وروسته کړې چې د کابل ښار پر مرکزي سیمه سهار درې راکټونه ولګېدل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي په دې اړه رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې" یو راکټ د عیدګا جومات شاته، یو د ګل بهار تجارتي مارکیټ شاته او دریم راکټ حضوري چمن کې لګیدلی چې نه دی چاودلی."

د ده په وینا، د دې درې واړو راکټونو له کبله مرګ ژوبله نده رامنځته شوې. چا د دې توغندیو ذمه واري نده منلې.

اخوا په کابل کې د امریکا سفارت په یوه امنیتي خبرتیا کې ویلی چې دوی په کابل ښار کې د څو راکټي بریدونو په تړاو رپورټونه ترلاسه کړي وو.

یاد سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د جولای پر ۲۰مه "د سهار په شاوخوا اتو بجو او پنځه دقیقو د څو راکټي بریدونو رپورټونه ور رسیدلي وو".

سفارت زیاته کړې چې امریکایي وګړي باید د نورو راکټي بریدونو نه ځانونه خوندي وساتي.

په افغانستان کې دا ځل لوی اختر په داسې وخت کې راغلی چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د هیواد په یو شمېر سیمو کې نښتې خورا زیاتې شوې دي.

د افغانستان حکومت دا لوی اختر د وسله والو پرضد د جګړه کوونکو خپلو امنیتي سرتیرو په نوم نومولی دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت سرتیرو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، " ځکه دا اختر د دوی په نوم یاد شوی چې تېر شل کاله بیا په ځانګړې توګه وروستۍ درې میاشتې یې د دفاع لپاره ګڼې قربانۍ ورکړي دی."

ولسمشر غني زیاته کړه چې دی د سرتیرو له کورنیو نه مننه کوي چې د ده په وینا، خپل زړور بچیان یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لیږلي دي.

افغان حکومت داسې وخت دا اختر د سرتیرو په نوم یاد کړی چې د رپورټونو له مخې د افغانستان په شاوخوا ۲۸ ولایتونو کې افغان پوځیان له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

د ۲۰۲۱م کال له مې میاشتې راهیسې لسګونه ولسوالۍ د افغان پوځ او طالبانو تر منځ د جګړو پر مهال لاس په لاس شوي او دواړو خواو یو بل ته د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG